fbpx

په ‌دېرشو منډو یو ورځنۍ لوبې نه ګټل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ ۹ جون ۲۰۱۹ـ افغان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې درې لوبې اسټرالیا، سریلانکا او نیوزیلنډ ته وبایللې، په دې لوبو کې د افغانستان لویه ستونزه د توپ وهنې په برخه کې وه چې لوبغاړي یو په بل پسې اوټ کېدل او داسې یوه ملګرتیا و نه شوه چې یو غټ هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکي.

د افغانستان لپاره په تېرو دریو لوبو کې د پیل لوبغاړو (اوپنرانو) ټولې ۱۰۲ منډې کړي دي چې ډېرې منډې نه بلل کېږي.

رحمت شاه او حشمت الله شهیدي چې په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان د توپ وهنې د ملا تیر بلل کېږي، هم ښه نه دي ځلېدلي. رحمت شاه په دریو لوبو کې ۴۵ او حشمت الله شهیدي ۸۱ منډې کړي دي.

یوازې نجیب الله ځدراڼ په دوو لوبو کې نسبتاً ښه لوبه وکړه، خو په دې بریالی نه شو چې لوبه د ګټې خوا ته را واړوي.

دا چې له پاسه اوبه خړې دي، ښکته هم همدا حال دی، په تېرو دریو لوبو کې محمد نبي ۲۷،  ګلبدین نایب ۵۸ او راشد خان ۲۹ منډې کړي دي چې د وروستیو او تېزو توپ وهونکو په توګه یې له لوبډلې سره مرسته نه ده کړې.

افغان لوبډلې په دریو لوبو کې ۵۰ اورونه پوره نه دي لوبولي او په دې خاطر یې هم ډېرې منډې نه دي کړي. ۱۵۰ یا ۲۰۰ منډې ډېرې کمزورې لوبډلې هم کولای شي، خو مخکښې لوبډلې بیا په حوصلې او تخنیک پوره ۵۰ اورونه لوبوي او له ۳۰۰ توپونو څخه خامخا ۲۵۰، ۳۰۰ یا هم ۳۵۰ منډې جوړوي چې د مقابلې لوبډلې لپاره یې پوره کول سخت وي.

د افغان لوبډلې تېزو او ورو توپ وهونکو دواړو لوبډله له ستونزو سره مخ کړې ده، تېز توپ وهونکي د شل اوریزو په څېر لوبه کوي او غواړي په هر توپ شپږیزه او څلوریزه ووهي او ورو توپ وهونکي بیا د ۳۰ کاله پخوا کرکټ کوي چې په ۱۰۰ توپونو ۵۰ یا ۴۰ منډې جوړوي. د دې ستونزې د حل لپاره باید تېز توپ وهونکي حوصله او په کریز پاتې کېدل زده کړي او له ورو توپ وهونکو سره کار وشي چې حد اقل د یوې یا دوه منډو د جوړولو هڅه وکړي. ډېر سټاپونه کول د هدف د کمېدو سبب کېږي او که پاتې لوبغاړي ډېره خواري هم وکړي نو ۲۵۰ ته به یې ورسوي، خو  نن سبا ډېرې مخکښې لوبډلې ۲۵۰ منډې هدف یوه خوله نصوار هم نه بولي او په اسانۍ یې پوره کوي.

د افغانستان په څېر جنوبي افریقا لوبدلې هم درې لوبې بایللي دي او په توپ وهنه کې له ورته ستونزې سره مخ ده. د افریقايۍ لوبډلې کېپتان ډوپلیسي ویلي چې په ۳۰ یا ۴۰ منډو لوبه نه ګټل کېږي، لوبډله که لوبې ګټل غواړي، باید توپ وهونکي یې سلیزه ووهي، دغه مشوره د افغان لوبډلې لپاره هم پر ځای ده، افغان لوبغاړي که غواړي د میدان ګټونکي شي، باید اوږده اننګزونه ولوبوي او سلیزې جوړې کړي، خو متاسفانه زموږ ډېر لوبغاړي د ۵۰ منډو په جوړولو سره فکر کوي چې ۲۰۰ منډې یې کړي دي او هماغه وي چې له پنځوسیزې وروسته د خپلې بې مسولیتۍ له وجې اوټ هم شي، خو یوه یا دوه پنځوسیزې نه شي کولای لوبډله بریا ته ورسوي. افغان لوبډله باید له اوسني کرکټ او ډول سره یې ځان بلد کړي او هماغسې لوبه وکړي، کنه په ۳۰ یا ۴۰ منډو لوبه نه ګټل کېږي.

لیکوال: عمران رحیمي

Your SEO optimized title page contents