fbpx

کابل کې ټرافیکو اشارو ده نه مرعات پر سر جریمه وټاکل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ – د کابل د ټرافیکو ریاست د ترافيکو پر مخ د ټولو څلورلارو د پرانيستې او په ټولو څلور لارو کې د ترافيکي اشارود فعالولو خبر ورکوي.

دوی د کابل ښار ښاريانو او موټر چلوونکو ته خبر ورکوي چې، د څلور لارو څخه د تېرېدو په وخت کې دې ترافيکي اشارو او د ترافيکو قوانينو ته جدي پاملرنه وکړي.

ټرافیکو ریاست همداراز وايي، هغه موټر چلوونکي چې ترافيکي اشارو ته پام نه کوي په اول ځل به يې نغدي جريمه او بايومتريک کړي او په دوهم ځل سرغړونې به د موټر چلوونکي څخه د موټر چلونې جواز واخلي او کس به د قانون منګولو ته وسپاري.

په کابل ښار کې مېشت ښاریان د ټرافیکو ریاست له دې پرېکړې خوښ دي دوی وایې د قانون په مراعتولو سره به د ښار ښکلا دوه چنده شي او د خلکو ګڼه ګوڼه به په قراره له منځه ولاړه شي.

له دې څو ورځې وړاندې ټرافیکو اشارې په ننګرهار ولایت کې هم ځای ځای فعالې شوي دي،چې د مسوولینو پر وینا موټر چلوونکي باید له دې اشارو سرغړونه ونه کړي او ورته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوړي په رارسېدو د کابل ښار سړکونه د ډېرې ګڼې ګوڼي له کبله د ترافيکو پر مخ تړل کيږي چې، هيوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.