fbpx

افغان لوبغاړي څنګه خپله ماتې توجيه کوي؟

خبریال وېبپاڼه کابل / نن د کرکټ په تړاو له داسې‌ اړخه پرده پورته کم چې ښايي تراوسه ستاسو نه وي ‌ورته پام شوى. زموږ لوبغاړي چې کله لوبه ونه شي کړای بیا مخامخ د پړې ګوته یا د کرکټ بورډ منجمنټ او یا کپتان ګلبدین نایب ته نیول کېږي.

زه له تاسو درنو لوستونکو یو څو پوښتنې کوم!

لومړی! ایا کپتان ګلبدین نایب او د کرکټ بورډ منجمنټ توپوهونکو ته ویلي چې سمه توپ وهنه مه کوئ؟‌

دوهم! ایا د کرکټ ‌بورډ چارواکو او کپتان ګلبدین نایب توپ اچونکو ته قسم ورکړی چې سمه توپ اچونه مه کوئ؟

دریم! ایا د اصغر افغان په کپتانۍ کې تر اوسه د افغانستان دښمن هیواد پاکستان ته ماته ورکول شوې ده؟‌

څلورم! ایا د اصغر افغان په کپتانۍ کې تر اوسه موږ د برتانیا پر ډګرونو اسټرالیا، نیوزیلینډ، انگلېنډ او بل د کرکیټ په لحاظ لوی هیواد ته ماته ورکړې ده؟

پنځم! ایا د انگلېنډ پر دې تیزو پیچونو اصغر افغانستان ته یوه لوبه گټلې ده؟

شپږم! ایا پوهېږئ چې اکثره لوبغاړﻱ کپتان ګلبدین نایب ته په بالینگ، بېټینگ، کیپینگ او فیلډینگ کی مشکلات جوړوي؟

اووم! پوهېږئ اصغر د افغانستان لپاره لوبه نه کوي بلکې د ځان لپاره لوبه کوي؟

هغه داسې چې اصغر خو په زیمبابوې کې په عملیات شوﻱ نس لوبه کولای شوای، اوس سم دم روغ رمټ ناست دی او وايي زه خوږ یم.

اصغره تاسو خوږ نه یاست، زه خبر یم چې تاسو مرور یاست. ځکه له تاسو کپتاني واخیستل شوه.

اتم! ایا تاسو داسې ‌لیدلي چې مخامخ یو لوبغاړی ځان پر ټګي واچوي؟

شهزاد ځان پر ټګۍ ورته واچوي شکر د خپلې ټګۍ په جزا هم ورسېدو او ډاکترانو ورته ځواب ورکړ، پرون د نیوزیلینډ خلاف لوبه کې راشد خان هم ځان پر ټګۍ ورته واچاوه.

ماته د راشد خان یوه ملګري وویل چې تر ټپي کېدو سمدستي وروسته مشهورې پښتو هنرمندې ګلپاڼې راشد خان ته تلیفون وکړو او دا تلیفون دومره اوږد شو چې بیا راشد خان د لوبې دوهمې برخې ته نه لاړ.

مطلب که چېرته زموږ لوبغاړي ‌سمه لوبه نه کوي‌، نو بیا په دې کې د کرکټ بورډ د اداري ‌چارواکو او هم دا راز د کپتان ګلبدین نایب څه ګناه ته؟

زموږ ټیم ملي روحیه نه لري او لوبه د افغانستان لپاره نه بلکې د ځان لپاره کوي.

که دوی هم دغسې شرمیدلی حالت پر مخ وړه، هیڅ عجبه نه ده چې افغانستان به خدای مکړه په ډېر ځورېدلي حالت کې ماتې خوري او زموږ د دردېدلي ملت خوښي به په اوبو لاهو کېږي.

درنو لوستونکو !

زه د کرکټ لوبغاړی وم او اوس مې لیکنو ته مخه کړې ده، که خدای کول یو په بل پسې به د شرمېدلو لوبغاړو شرمېدلې کړنې درسره شریکې کړم.

هیڅ کرکټر د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دی چې لوبه د خپل ملت لپاره ونه کړي.

د هر هغه افغان مخ باید تور شي چې ددې ځورېدلي ملت خوښي او خوشحالي په اوبو لاهو کوي.

لیکوال : پخوانی کرکټر