fbpx

د بشر حقونو په کمېسیون کې داسې څوک نشته چې په پښتو وغږېږي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک (!) کمېسیون د سیما سمر لخوا یرغمل شوی دی او اکثره خپلوان او قومیان یې په کې مقرر کړي دي. سیما سمر چې له ۱۵ کلونو راهیسې د دې کمېسیون مشري کوي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ډېره مهرباني ورسره شوې، خو نوموړې بیا هم یوازې ځان او خپلې ډلې ته کار کوي او نور څوک نه پرېږدي چې په کمېسیون کې دنده واخلي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون یا په بله معنا د سیما سمر شخصي کمېسیون په دې وروستیو کې له هغو پښتو رسنیو سره په دې پلمه خپله همکاري پای ته رسولې چې دوی داسې کارکوونکي نه لري چې په پښتو ژبه مرکې ورسره وکړي، خو جالبه کیسه دا ده، همدې کمېسیون چې خپله تر ستوني په فساد او تعصب کې ډوب دی، د روان کال په مارچ میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په کې ادعا یې کړې وه، په افغانستان کې اوس هم تبعیض او تعصب شته او دا د افغانستان لپاره یوه جدي ننګونه ده. د کمېسیون په راپور کې راغلي و چې په افغانستان ۳۱ سلنه وګړي له تعصب سره مخ شوي او له دې درکه ځورېدلي دي، خو دا چې خپله په کمېسیون کې تعصب او تبعیض شته، هېڅ خبره نه ده.
د بشر حقونو کمېسیون یو شمېر پخوانیو کارکوونکو او کمېشنرانو هم وخت ناوخته په دې کمېسیون تورونه پورې کړي چې د تعصب او کرکې په ځالې بدل شوی او هغه خلک چې د سیما سمر په ډله کې نه وي او یا د دوی د تبعیضي کړنو مخالف وي، له دندو لرې شوي یا هم استعفا ته مجبور شوي دي.
عبدالکریم عزيزي د حامد کرزي د حکومت په مهال هغه کمېشنر و چې سیما له دندې لرې کړ، حال دا چې د کمېسیون مشره د کمېشنر د لرې کولو صلاحیت نه لري او دا کار یوازې ولسمشر کولای شي، خو دا چې سیما سمر هم په حامد  او کرزي او هم په محمد اشرف غني کوډې کړي دي، دا محترمه یې له ۱۵ کلونو راهیسې په دې څوکۍ ساتلې ده.
د کمېسیون لرې شوي کمېشنر عبدالکریم عزیزي هغه وخت ادعا وکړه چې په کمېسون کې فساد، تبعیض او تعصب اوج ته رسېدلي دي، خو چا یې خبرې وا نه ورېده. عزیزي داسې اسناد هم له رسنیو سره شریک کړل چې ثابتوله یې د کمېسیون اختصاصي بودیجه د سیما سمر لخوا په بې ځایه ډول مصرفېږي او غلاوې په کې کېږي. د عزیزي په وینا سیما سمر د کمېسیون په لکونو ډالره بودیجه، موټرونه او نور وسایل په دې نوم چې ورک شوي، غلا کړي دي.
نوموړی دا ادعا هم لري چې سیما سمر ځکه خپل خپلوان په دې کمېسیون کې ګومارلي او نور نه پرېږدي چې د غلاوو او فساد کیسې یې افشا نه شي.
د اټکلي معلوماتو له مخې شاید لس سلنه پښتانه هم په دې اداره کې دندې و نه لري او همداسې د نورو قومونو ونډه هم په کې ډېره پیکه ده، ځکه خو کمېسیون یوازې په هغه صورت کې غږ اوچتوي چې د یوې ډلې یا یو قوم ګټې په خطر کې وي او په ډېرو نورو مواردو کې بیا چوپه خوله ناست وي.
د بشر حقونو کمېسیون د افغانانو په منځ کې خپل حیثیت او اعتبار بایلی او تر هغو چې د سیما سمر له کثافاتو پاک نه شي، دا کمېسیون به نه خپلواک وي او نه یې په افغانستان کې مېشت بشر ته خیر ورسېږي.
لیکوال: محمد رفیق انور