fbpx

د ګيلان امنيه قومندان ملکي وګړي وژني

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ ـ د اختر په دویمه ورځ د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې دوه تنه مړي په داسې حال کې موندل شوي دي چې په مرمیو ویشتل شوي وو. د سیمې اوسېدونکي وايي، لومړی د وژل شویو کسانو په موټر ډزې وشوې، کله چې هغوی غوښتل وتښتي، د ګیلان د امنیه قومندان کسانو په شخصي جامو کې تعقیب کړل او هغوی یې ووژل، چې له وژلو وروسته یې موټر هم ترې بیولی دی.
د شهیدانو جسدونه ملي اردو او نورو دولتي کسانو د جنډې روغتون ته راوړي وو، خو کله چې د حاجي شاه باران په مشرۍ په جسدونو پسې له شاجوی څخه کسان ورغلل او د ګیلان امنیه قومندان پوه شوی چې بې ګناه وګړي یې وژلي دي، د شهیدانو وارثانو ته یې غلط ادرس ورکړ.
د ګیلان اوسېدونکي هم قومندان جان اغا ظالم او غل بولي، خو وايي، له وېرې ترې شکایت کولای نه شي. د دې سیمې يو اوسېدونکی چې موږ یې د نسیم په مستعار نوم یادوو، خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د جان اغا کسانو دی بندي کړی و او سور رنګه ۲۰۰۳ ماډل موټر یې هم ترې خپل کړ. نوموړی زیاتوي چې یو بل کس یې هم له موټر سره راوستی و او شهید یې کړ، خو دی یې وروڼو په ډېر واسطو ترې را خلاص کړ.
د سیمې یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، خبریال وېبپاڼې ته وویل، د ګیلان امنیه قومندان یو کس چې ښځينه هم ورسره وې، له موټر څخه یې ښکته کړ او د هغوی په مخ کې یې په مرمیو وویشت.
د شاجوی د اوسېدونکو په استازیتوب حاجي شاه باران اکا چې له خبریال سره خبرې کولې وویل، دوی له حکومت څخه غواړي چې د ګیلان امنیه قومندان له دندې لرې کړي او د هغو کسانو پوښتنه ترې وکړي چې د جان اغا په لاس شهیدان شوي دي.

Your SEO optimized title page contents