fbpx

رحیمي: کرام الدین کریم به ژر ونیول شي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ – د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د فوتبال پخوانی رئیس کرام الدین کریم د نیولو لپاره په ژر اقدامات ترسره شي.

څه وخت وړاندې بریتانوۍ ګارډین ورځپانې په ۲۰۱۸ کال کې د کرام الدین کریم په اړه یو راپور خپور کړ وو دوی په دې راپور کې د فوټبال رئیس کرام الدین کریم د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې په لوبغاړو د جنسي زورونې په تور تورن کړی وو.

تېره ورځ فیفا د اخلاقي کمېټي قضايي څانګې هم کریم له وظیفوي صلاحیتونو په ناوړه ګټې اخیستنې او د څو ښځینه ورزشکارانو په جنسي ځورونو ګرم وګاڼه او نوموړی یې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو د جریمې په ورکړه مکلف کړ.

دغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون د یوې پرېکړې له مخې د فوټبال فدراسيون رئیس کرام الدين کريم باندې د تل لپاره ورزشي فعاليتونه بند کړل.

او نن هم د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې د کرام الدین کریم د نیولو په برخه کې به د عدلي او قضايي ارګانونو له حکم سره سم به جدي ډول ګامونه واخلي.

رحیمي زیاتوي دا مهال د کریم د ځای موندلو او نیولو لپاره د امنیتي سرتېریو هڅې روانې دي او ژر به په لاس ورشي.

لویه څارنوالي هم وایې د دې لپاره چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته حاضر نه شو د هغه د نیول کېدو حکم یې صادر کړی دی.

کرام الدین کریم باندې د افغانستان د ښځینه وو فوټبال لوبغاړو څه وخت وړاندې تورونه ولګول چې ګواکې نوموړی له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي او غواړي چې د لوبغاړو سره جنسي اړیکي وساتي.

هغه وخت د ګارډن راپور د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې زور واخیست دې موضوغ سخت غبرګونونه راوپارول خو دا موضوع نن تر څارنوالۍ او د کریم د نیولو پورې راورسېدله.

Your SEO optimized title page contents