fbpx

نوان پراډیپ د بنګله دېش خلاف له سیالۍ بهر شو

خبریال وېبپاڼه / ۹ جون ۲۰۱۹ – د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ اچوونکی نوان پراډيپ د ښي لاس د ګوتې د ټپ له کبله د بنګله دیش خلاف راتلوونکې سیالۍ څخه بهر شو.

پراډيپ په نیټ کې د تمرین پر مهال کوسال پریرا ته توپ اچونه ترسره کوله او د نوموړي لخوا توپ د هغه د سر په طرف مخامخ ولوبول شو او نوموړي په لاس د سر څخه د دفاع هڅه وکړه چې پایله کې د نوموړي د لاس ګوته سخته ټپي شوه.

د ګوتې د ماتیدو وروسته نوموړی سمدستي روغتون ته وړل شوی او ډاکټرانو ورته د یوې اوونۍ لپاره د لوبو څخه استراحت ورکړی دی.

د نوان پراډيپ نه شتون به په راتلوونکو سیالیو کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې لپاره یوه ستره ضربه وي.

نوموړي توپ اچوونکي د افغانستان خلاف په لوبه کې بهترینه توپ اچونۀ ترسره کړي وه چې د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور افغاني لوبغاړي سوځولي و او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړي وه.

که چیرې نوان پراديپ د ټپونه کبله د نړیوال جام سیالیو بهر شي، پر ځای به یې احتیاطي ښي لاسۍ چټک توپ اچوونکی کوشن راجیتا انګلستان ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې سریلانکا کریکټ ملي لوبډله به د راتلوونکي سې شنبې په ورځ د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له بنګله دیش سیالۍ وروسته به دوی د جون په پنځلسمه نیټه د اسټرالیا خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي.

سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په درې لوبو کې یوه ګټلي، یوه یې بایللي او یوه یې مساوي کړي ده.

عزیزالله عزیزي