fbpx

فضلي: ډېرژر به دکرکټ بورډ ګڼ کسان محاکمې ته وروپېژندل شي‌

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلی په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي د محمد شهزاد محمدي ټپي کېدل د افغانستان لپاره بد خبر وو.

هغه د محمد شهزاد محمدي وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وویل : په کرکټ کې عمومآ کله چې لوبغاړی نارامه وي ارام ته اړتیا لري او یا هم ټپی وي نو هغه لوبغاړی له لوبډلې کېنول کېږي تر څو یې په سمه توګه اعلاج وشي او بیا روغ رمټ له لوبډلې سره یوځای شي.
اوسنی نړیوال جام هم یو ستر ټورنمنټ دی نو له همدې ستونزو له امله مو شهزاد له لوبډلې کېنولی تر څو لوبډله له ستونزو سره مخ نه شي.

په دغې مرکه کې فضلي وایې په تېره مۍ میاشت کې د نړیوال جام وړاندې په جنوبي افریقا کې هم د تمریناني کمپ پر مهاله د شهزاد په پښه کې ستونزه پېدا شوې وه چې تر نن ورځې پورې دا ستونزه راورسېده، د همدغې ستونزې له کبله شهزاد سره څو څو ځل مشورې هم شوي دي نوموړی وایې د شهزا دا پوښتنې هم شوي دي چې ته په ځان باوري یې او نړیوال جام لوبولی شې؟ .شهزاد هم په ځواب کې پوره ډاډ ورکړی وو خو هغسې ونه شو.

فضلي د مرکې په دوام وایې محمد شهزاد مو د پاکستان سره په تمریناتي سیالۍ کې ولید چې په ټپي حالت له میدانه ووت هلته هم شهزاد نه چا په زور ویستل شوی او نه د چا په خوښه تللی و بلکې د ټپ له امله په خپله ووت .

دغه راز بیا وروسته محمد شهزاد د انګلستان خلاف په سیالۍ کې هم ونه لوبېد ،له همدې معلومیږي چې رښتیا هم شهزاد ټپي وو . فضلي وړاندې وایې د بورډ پر پاڼه د شهزاد د ډاکټرانو راپور شته دی چې په صفا ډول په پښتو ژبه ژباړل شوی ټول ولس یې کتلی شي.

فضلی وړاندې وایې د شهزاد د ډاکټر راپور افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته هم لېږلی وو چې د هغوی ټېکنېکل ګروپ ولید او پرې تصدیق یې وکړ چې رښتیا هم شهزاد په پښه کې ستونزه لري. پر ځای یې اوس بل ځوان لوبغاړی اکرام علي خېل انګلستان ته تللی دی.

فضلي د شهزاد د کلونو کلونو هڅې وستایلې د ده پر وینا پر محمد شهزاد محمدي باندې افغان کرکټ بورډ د ۱۶ کالو راهیسې سر مایه ګذارې کړې ده. چې په بدل کې ښه تمام شوی دی او دا عقل هم نه مني چې یو ښه پیلیر ته دې د ورکولو بهانه جوړه شوي ځکه افغانستان نه غوښتل چې شهزاد له لاسه ورکړي.

فضلي د مرکې په وروستیو کې مهم ټکي ته اشاره وکړه او وې ویل په نړیوال جام کې هر لوبغاړي ته د یوې لوبې په سر (۳۰۰۰) زره امریکایې ډالر ورکول کېږي .

ترڅنګ یې هغه لوبغاړي چې په یوولس کسیزه لوبډله کې نه وي لوبېدلی هغوی ته هم (۲۰۰۰) امریکایې ډالره ورکول کېږي نو له همدې امتیازاتو له لاسه ورکولو په خاطر شهزاد د بورډ او لوبغاړو په مقابل کې خبرې پیل کړي دي.

فضلي افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې په کرکټ کې به هېڅ ډول فساد ته مخه ورنکړي بلکې مخه به یې په سمه توګه ونیسي.