fbpx

یوناما: طالبان په قصدي ډول ملکي‌وګړي‌ په نښه کوي

د ملګرو ملتونوسیاسي دفتر یونا ما وايي چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو قصداً ملکي ‌وګړي‌پ ه نښه کړي او پراخ تلفات یې اړولي دي .

د ملګرو ملتونو د سیاسي ‌دفتر له لوري خبریال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي‌چې  د روژې په میاشت کې وسله والو مخالیفینو په قسدي ډول داسي بریدونه کړي‌چې تلفات یې یوازي‌ملکیانو ته اوښتي دي .

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي  چې پر ملکیانو بریدونه د هغوی د عاملانو د مشروعیت د له‌منځه تللو لامل کېږي او هغوی د افغانستان د خلکو د هر ډول استازیتوب له ادعا محروموي.

ملګرو ملتونو په هیواد کې ټولو بریدونو ته ایشاره کړې ،خو په لویه کې د بېلګي په توګه د روژې میاشت کې پر ملکي‌ځایونو بریدونه د بیلګي په توګه را اخیستي دي‌.

په کاونټر پارت نادولتي مؤسسې برید، په یوه جومات کې د دیني عالم مولوي سمیع‌الله ریحان شهادت، د حج او اوقافو وزارت او د اداري اصلاحاتو په کارکوونکو او په کابل کې په شیعه محصلینو وروستي بریدونه  د د مثالونو په توګه یاد کړي‌دي .

که څه هم طالبان همېشه دا ډول بریدونه نه مني او وايي چې دا ددوی کار نه دی ،خو افغان خبریالان وايي چې وسله وال طالبان همېشه له داډول بریدونو انکار کوي‌چې ملکي‌خلکو ته تلفات ورکي اوښتي وي .

دیادولو وړده چې که چېرته د ملکي‌تلفاتو مخنیوي‌ته طالبان پاملرنه ونه کړي ،ښايي تر سوله وروسته د طالبانو ډېری مشران په همدې بهانه محاکمه شي‌ چې ملکي‌تلفات یې اړولي‌دي .