fbpx

د تخار امنیه قومندان یو شمېر خبریالان ګواښلي دي

د تخار امنیه قومندان یو شمير خبریالان ګواښلی دی

د تخار امنیه قومندان حشمت مسلم دوه تنه خبریالان په دې ګواښلی چې ولي يې  په تالقانو ښار کې د غازي امان الله خان د سوځېدلي عکس انځورونه په رسنیو کې خپاره کړي دي.

که څه هم پولیس د امنیت او د هیواد د هري لوېشتي خاوري ساتونکي‌دي‌،خو د امنیه قوماندان له لوري د غازي امانالله خان د عکسونو د د سوځلو د راپورونو دخپراوي په ګناه خبریالان ترټل ددې معنا لري چې پولیس د ملي‌اتلانو ساتنو ته ژمن نه دي .

د تخار امنیه قومندان د تیرې یک شنبې په ورځ د جوزا په ۱۹ دوه تنه محلي خبریالان خپل کاري دفتر ته ور غوښتي او د ګڼو نورو نظامي کسانو پر وړاندې یې یادې څرګندون ورته کړي او همدارنګه يې ګواښ کړی که هر چا له دغه اوامیرو څخه سر غړونه وکړه نو زندان ته به واچولي شي.

که څه هم تیر کال د خبریالانو پر وړاندې چندان خوندي کال نه و خو سږ کال بیا د خبریالانو ملاتړي بنسټونه  اندیښنه ښه يي چې خراب امنیتي وضعیت، سیاسی کشمکشونو او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې کیدای شي د خبریالانو پر وړاندې ستونزې نورې هم وزیږوي.