fbpx

د بورډ د مشرانو او لوبغاړو لانجې؛ ملامت او سلامت څوک دي؟

  • خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ـ په ډېرو هغو هېوادونو کې چې کرکټ کېږي، د بورډ د چارواکو او لوبغاړو ترمنځ لانجې اوس معمول ګرځېدلي دي، په دې لانجو کې دواړه خواوې هڅه کوي چې ګټونکي شي، خو کله ناکله دا لانجې د خرابۍ خواته لاړې شي او د شرم کیسې یې د نړۍ د اخبارونو په سرټکو بدلې شي. په داسې لانجو کې یا د بورډ چارواکي لرې شوي او یا هم لوبغاړي له لوبډلې کېنول شوي دي. دا ډول لانجې په ویسټ انډیز، زمبابوې، کينیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې سبب شوې چې پیاوړې لوبډلې د خرابۍ خواته لاړې شي او د اوسني کرکټ له کاروان څخه وروسته پاتې شي، خو په نورو هېوادونو کې یې بیا دومره اثر نه دی کړی.
    د کرکټ د لوبغاړو او چارواکو ترمنځ ډېر کله لانجې په شخصي مسایلو وي، یعنې یو لوبغاړی هڅه کوي چې په خپله خوښه هر څه وکړي، اصولو او قوانینو ته پابند نه وي، مالي او اخلاقي فساد ته مخه کړي، وروڼو یا خپلوان ټيم ته راولي او په دې هره کړنه کې یې تمه دا وي چې د بورډ چارواکي یې په وړاندې چوپ پاتې شي، خو کله چې چارواکي د دوی مخه ونیسي، نو دوی غوغا جوړه کړي او یا هم د لوبو په بایللو سره د بورډ په چارواکو نقدونو ته لار پرانیزي. برعکس هم داسې امکان لري چې د بورډ چارواکي فساد ته مخه کړي او د لوبغاړو زړه مات کړي، داسې وخت هم د لانجو د رامنځ ته کېدو امکان ډېر وي. همدا ډول له لوبډلې او بورډ څخه بهر هم داسې کسان ډېر ګرځي چې په دې لانجو کې خپل خیر ویني او په دې خاطر چې دوی بورډ یا لوبډلې ته لاره پیدا کړي، یوې خوا ته درېږي او په پټه او ښکاره ترې ملاتړ کوي.
    د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړي هم د لانجو یو لنډ تاریخ لري، کېدای شي د دوی ترمنځ پخوا هم لانجې وې، خو یوه کیسه چې رسنیزه او جنجالي شوه، هغه د شاهپور ځدراڼ او شفیق الله شفق بندیز و چې د پخواني رئیس نسیم دانش د لرې کېدو سبب شوه. شاهپور او شفق په اخلاقي فساد کې ښکېل بلل شوي وو او د ملي لوبډلې لوبغاړي هم دا مني چې دوی دا معاملې کړي دي، خو د نسیم دانش مخالفینو له دې مسلې استفاده وکړه او لوبغاړو ته د حق غوښتلو په نوم یې په دانش پسې بې درېغه تبلیغات وکړل چې په پایله کې یې نوموړی له ریاست لرې شو. شخصاً داسې یو کس پېژنم چې په یاده مسله کې یې ټوله ورځ په دانش پسې لیکل کول، خو دا اعتراف یې زما تر مخې کړی چې دانش په حقه و.
    د شاهپور ځدراڼ او شفق له کیسې وروسته نورعلي ځدراڼ چې له لوبډلې کېنول شوی و او بیا په افغان پریمیر لیګ کې وانخیستل شو، په بورډ پسې را واخیسته او وېډيوګانې یې پیل کړې، نورعلي د افغان لوبډلې یو تخنیکي لوبغاړی بلل کېږي، خو تر اوسه یې په یو ورځنیو لوبو کې توره نه ده کړې، په ۴۹ لوبو کې یې یوازې د کاناډا خلاف یوه سلیزه جوړه کړې او ۵ نورې پنځوسیزې هم د کمزورو لوبډلو خلاف کړي دي، خو د مخکښو لوبغاړو خلاف ښه نه دی چلیدلی او غټه توره یې د ۲۰ یا ۳۰ منډو جوړول دي. نوموړی هم په دې بریالی شو چې د مشعل له مخالفینو سره مرسته وکړي او نوموړی له څوکۍ ښکته کړي.
    اوس د عزیزالله فضلي او اضغر افغان ډلې لانجه روانه ده چې دا څو ورځې یې خلک مصروف کړي دي، اضغر په دې خاطر چې وروڼه او خپلوان یې لوبډلې ته راوستل، په لوبډله کې یې ځان ته ډله جوړه کړې وه او خپل پروفارمنس یې ښه نه و، له لوبډلمشرۍ لرې شو، خو اوس په دې خاطر چې بېرته کېپتان شي، په لوبډله کې یې ګډوډي جوړه کړې. د اضغر د ډلې مخکښان محمد نبي، محمد شهزاد او راشد خان دي چې د ګلبدین نایب په کېپتانۍ کې په نه زړه لوبې کوي او په پایله کې یې شهزاد له نړیوال جام څخه بهر هم شو.
    کله چې شاهپور او شفق په دې بریالي شول چې د اخلاقي فساد سره دانش له دندې لرې کړي، نورو لوبغاړو هم دا جرئت وکړ چې د خپلې خوښې میچنې په کرکټ بورډ کې وچلوي.
    هغه لوبغاړي چې موږ یې ملي اتلان ګڼو او قدر یې کوو، د پردې تر شا داسې کارونه کوي چې که مینه وال یې ترې خبر شي، بیا به د کرکټ نوم هم وانخلي، هر یو یې لکه پخواني جنګسالاره قومندانان چې هر څه یې زړه وغواړي، کوي یې او هېڅ ډول قانون ته تن نه ږدي، ځینې چارواکي هم ځکه څه نه ورته وايي چې خپلې څوکۍ ته یې خطر جوړ نه شي، خو که په وړاندې یې څه کېږي، لوبغاړي په عام ولس کې له خپل محبوبیت څخه په استفادې هڅه کوي چې چارواکي ګرم او ځان له قانونه مبرا کړي.
    هیله ده زما دا لیکنه د کرکټ بورډ د چارواکو دفاع و نه ګڼل شي، هغوی هم ډېرې ستونزې لري او لویه ستونزه یې همدا ده چې لوبغاړي یې داسې خپلسریو ته پريښي، خو که موږ غواړو چې کرکټ مو سم لوري ته لاړ شي، لومړی باید لوبغاړي مهار شي او دوی د ځان یا ډلې لپاره نه؛ بلکې د افغانستان لپاره لوبه وکړي، په دې برخه کې چې هر څوک په پټو سترګو د لوبغاړو له غیر قانوني کړنو ملاتړ کوي، کرکټ د تباهۍ لور ته بیايي، ورپسې د کرکټ بورډ له چارواکو سره په دویم قدم کې حساب په کار دی.
    لیکوال: عمران رحیمي