fbpx

مېچل سټارک د پاکستاني ثقلین مشتاق ۲۱ کلن ریکارډ دړې وړې کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – اسټرالياوي چپ لاسي چټک توپ اچونکي مېچل سټارک په يو ورځنیو لوبو کې د ۱۵۰ چټکو ويکټو په ترلاسه کولو سره د پاکستان پخواني ورو توپ اچونکي ثقلین مشتاق ۲۱ کلن ريکارډ ته د پای ټکی کيښود.

د پاکستان دغه پخواني ورو توپ اچوونکي دوه لسيزې وړاندې د هند خلاف په لوبه کې ۱۵۰ چټکې ويکټې په ۷۸ لوبو کې ترلاسه کړي وې.

خو اسټرالياوي مېچل سټارک بیا د انګلستان په کوربه توب په روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سيالیو کې د ويسټ انډیز خلاف په ۷۷ لوبو کې وکولی شول چې ۱۵۰ چټکترينې ویکټې ترلاسه کړي او د پاکستاني ورو توپ اچوونکي څخه يې ریکارډ پخپل نوم کړ.

مېچل سټارک د ويسټ انډيز خلاف په تيره شوي لوبه کې پنځه ويکټې اخیستي وې او اسټرالیا ته يې په پنځلسو منډو توپير بریا ور په برخه کړي وه.

د يادولو وړ ده چې ثقلين مشتاق د ۱۵۰ چټکو ويکټو اخيستلو ريکارډ ته په دوه کالو او ۱۰۹ ورځو کې رسيدلی و.خو مېچل سټارک بیا دغه ریکارډ ته په اته کالو او ۲۲۹ ورځو کې ورسيد.

د اسټراليا پخوانی بل چټک بالر بریټلي بيا ۱۵۰ چټکې ويکټې په ۸۲ سيالیو کې ترلاسه کړي وې، او نوموړی دغه ریکارډ ته په څلور کالو او ۴۲ ورځو کې رسیدلی وو.