fbpx

لوبډلمشر فېنچ د زمپا لخوا د بال توږونې اوازې رد کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – اسټرالياوي لیګ سپېنر ورو توپ اچوونکي اډم زمپا پسې هغه مهال د خلکو سترګې واوښتې چې نوموړي به پخپل جيب کې لاس دننه کړ او بیا به يې توپ هم سلوه.

په ويډيوګانو او تصویرونو کې ښکاري چې اډم زمپا د هر بال وروسته خپل لاس په جيب کې ننباسي او بیا خپل توپ هم سلوي. چې د نوموړي دغه کار ځینې انديښنې راپارولي او په ټولنيزو رسنيو کې په نوموړي تورونه لګول شوي چې ګواکې بال یا توپ ته يې په کومې اله سره د زيان رسولو هڅه کړي ده، خو د اسټرالیا کريکټ ملي لوبډلمشر ارون پينچ بیا د ميچ وروسته کنفرانس کې دغه اوازې رد کړې او ويې ويل چې نوموړی هر وخت د خپلو لاسونو د ګرمولو لپاره په جيب کې لاسونه دننه کوي.

فېنچ وويل ’’ ما د هغه تصویرانو ندي ليدلي، که رښتيا ووايم، هغه په جيب کې د لاس ګرمولو دست پاک ګرځوي او په هره لوبه کې يې کاروي، له همدې کبله نور پدې اړه زيات څه نشم ويلی.

د اډم زمپا لخوا اخيستل شوو ويډيوګانو او تصويرونو مينه والو ته هغه صحنه ور په ياده کړه چې تير کال په کيپ ټاوان ښار کې د اسټرالیا او سويلي افریقه ترمنځ په ټيسټ لوبه کې اسټرالیاوي لوبغاړي کمرون بین کروپټ په (سينډپيپر) اله په واسطه بال توږوه چې نوموړی د کمرو تر رادر لاندې راغی.

هغه مهال بين کروپټ د اسټرالیا کريکټ بورډ لخوا د نهه مياشتو بنديز سره مخ شو، خو د لوبډلې هغه مهال مشر سټيو سمهت او ډويډ ورنر د يو کلن بندیز سره مخ شول.

دواړه لوبغاړي سټيو سمهت او ډويډ ورنر اوسمال په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا په ګټه لوبې ترسره کوي، او تیره ورځ د هند خلاف په لوبه کې د هندي مينه والو لخوا د بونډرۍ سره نږدې د سټيو سمهت په وړاندې د (باوووو) يو شان د نفرت ښکاره کولو اوازونه کيدل چې وروسته هندي کپتان ويراټ کوهلي د خپلو مینه والو په استازیتوب د سټیو سمهت څخه بخښنه وغوښته.
ویراټ کوهلي د لوبې پر مهال هم د خپلو مینه والو څخه وغوښتل
چې سټیو سمهت ته باید احترام وکړي او له دغو اوازونو تير شي.

عزیزالله عزيزي