fbpx

ایا طالبان به د جرمني په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ ـ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او اروپا او پاکستان ته یې د خپل سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، د ولسمشر غني او ډاکټر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړنی دور پیلولو غوښتنه وکړه.

خو بلخوا د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب په یوه مرکه کې ادعا کړې چې طالبان خپلواکي نه لري او د ناستو ټکټونه هم له بل چا اخلي.

نوموړی له طالبانو سره ناستې او مجلسونه بې ګټې بولي او زیاتوي چې په تشو ناستو سوله نه شي راتلای.

محب وايي، دوی طالبانو ته د سولې په خاطر تر ټولو معقول وړاندیزونه کړي دي، خو بیا هم سولې ته حاضر شوي نه دي.

محب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې زلمی خلیلزاد په خپل اووم سفر افغانستان ته راغلی او هڅه يې دا ده چې په جرمني کې افغان حکومت، سیاستوال او طالبان سره کېنوي، خو تر اوسه خپله طالبانو په دې ناسته کې د ګډون تیاری نه دی ښودلی، د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی به په دې غور وکړي چې د جرمني په ناسته کې ګډون وکړي، که نه.