fbpx

پاکستانۍ کلدارو یو ځل بیا زبردست تاوان کړی

خبریال وېب پاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – د امریکایې ډالرو پر وړاندې پاکستانۍ کلدارو یوځل بیا زبردست تاوان کړی نن پر پاکستان کې یو ډالر په( ۱۵۱) پاکستانۍ کالدارو پلورل کېږي.

په پاکستان کې راپورونه وایې د کوچني اختر لپاره د یوې اونۍ له رخصتیو وروسته د ونډو بازار کاروبار ورځ تر بلې خراب لور ته روان دی چې پاکستاني سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

پاکستاني سوداګر وایې دوی په بهر او هم په هېواد کې واردونکي توکي په ډالرو اخلي نو کله چې ډالر په خپل سر پورته کېږي نو د دوی د توکو بېه هم لوړیږي خو ځیني وخت د زرګونه ډالرو تاوان سره هم مخ کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان له خوا له نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم ایف) سره تر هوکړې وروسته دا ویره شته چې د روان کال تر وروستیو پورې به د یو ډالر بیه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نوره هم پورته لاړه شي.

په دې وروستیو کې پاکستانۍ کلدارو ازرښت بېخي خراب شوی دی پاکستاني سوداګر د کلدارو په بدل کې ډالر اخیستنه په تاوان سره کوي چې دوی ورځ تر بلې زړه تورې کړي دي.

دغه راز د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان پر وینا پاکستان اوس مهال ۱۳ سوه میلیارده روپۍ له نړیوالو قرضداره دی. عمران خان د دې شویو قرضونو پړه په تېر حکومت واچوله هغه وویل پخوانیو مشرانو بې ځایه مصارف کول چې د پاکستان اقتصادي وضعیت یې له سخت کړکېچن حالت سره مخ کړی دی.

د چارو شنونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، روان وضعیت ته په کتو ښایي دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

Loading...