fbpx

درمل: سرتېرو ته به نور د تجهیزاتو په رسولو کې ځنډ و نه شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ ـ د جلال اباد مخکېني ښاروال ریاض الله درمل چې نن دوشنبه یې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي مرستیال په توګه خپله دنده پیل کړه، له افغان سرتېرو سره یې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هغو سرتېرو ته چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د تجهیزاتو، تسلیحاتو، البسې او خوراکي توکو په رسونه کې هېڅ ډول کم کاري او ځنډ و نه شي.

د ښاغلي درمل د پېژندګلوي غونډه چې د کورنیو چارو وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، مرستیالانو، رییسانو او یو شمېر جنرالانو ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر  محمد مسعود اندرابي د یاد وزارت د تامیناتي مرستیال د پېژندګلوي په غونډه کې یو ځل بیا له فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې زموږ او زموږ د همکارانو مبارزه د فساد او هغه کسانو په وړاندې جدي ده چې د سربازانو د تجهیزاتو او جګړه ییزو تسلیحاتو په اکمال کې ځنډ او ټګي کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد وزارت نوي تامیناتي مرستیال ته لارښوونه وکړه چې له ورځني چاپېریال سره سم د تدارکاتو او لوژستیک سیسټم په پرمختللې ټېکنالوژۍ ورغوي، ترڅو له دې لړۍ په ګټې اخیستنې قراردادونه په کم وخت کې ترسره او روڼتیا یې لا ډېره تضمین شي.

د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو څه موده مخکې د تامیناتو په برخه کې د سترو مالي فسادونو خبره رسنیزه کړه او په دې تړاو یې څو جګپوړي چارواکي او قراردادیان هم ونیول.