fbpx

په شېرزادو کې د ۳ پاکستانيانو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍکې د درې پاکستاني قومندانانو په ګډون ۳۰ د سرې قطعې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ په کودیخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو په مرکزونو عملیات کړي چې په پایله کې د دریو پاکستاني قومندانانو په ګډون پکې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي د سرې قطعې یاد ګروپ د بدري په نوم نومول شوی وو،چې په تخریب شوو مرکزونو کې وسلې، مهمات، ماینونه، چاودیدونکې توکې،درې عرادې موټرې هم لمنځه وړل شوي دي .

امنیتي ځواکونه وایې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دغې ډلې په دې سیمه کې د یو جومات څخه د سنګر په توګه ګټه اخیستله چې امنیتي ځواکونو دا ډله په بشپړه توګه ختمه او مهمات یې ترې وباسل.

امنیتي ځواکونه وایې عمومآ وسله وال طالبان او نورې دولت ضد وسله والې ډلې له پاکو سپېڅلو ځایونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي چې افغان ځواکونو ته یې سختې ستونزې هم جوړې کړې دي، دوی کله نا کله له جوماتونو هم د بریدونو لړۍ ساتي.

د یادونې وړده چې د ننګرهار په ځینو سیمو کې ډیری د جوماتونو څخه وسله وال طالبان د سنګرونو په توګه کار اخلي خو افغان ځواکونه هم په ترتیب دا ډلې له منځه وړي.