fbpx

په فراه ولايت کی یو ملا په ډزو ۱۱ تنه وژلي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې یو دیني عالم د دریو کورنیو ۱۱ غړي په ډزو وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د فراه امنیه قوماندان محی الدین خیر خواه ویلي دیني عالم وروسته له هغه د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې وکړې کله چې نوموړی د کورنیو له غړو سره په تاوتریخوالي اخته شو چې په وژل شوی کې د دیني عالم مېرمن او زامن هم شامل دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي دي چې د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې یو ملا امام د خپل کورنۍ د شپږو غړو په ګډون ۱۱ تنه وژلي دي.

دغه پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې وه خو له رسنیو پټه ساتل شوې وه. ویل کېږي لومړی ملا امام د خپلې کورنۍ شپږ غړي له خپلمنځي تاوتریخوالې له امله په ډزو وژلي او کله چې ګاونډیان د ژغورلو لپاره ورغلي پر هغوی یې هم ناڅاپي ډزې کړې دي.

په دغې پېښه کې د دری کورنیو ۱۱ تنه غړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي .په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اوس چارواکي وایې یاده پېښه د طالبانو په کنټرول سیمه کې رامنځته شوې چې وروسته ملا امام هم طالبانو
نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.

طالبانو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي دي چې یاد شخص یې خپلې اړوند محکمې ته معرفي کړی دی .