fbpx

یوراج سېنګ هم له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ـ د هند کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي یوراج سېنګ نن اعلان وکړ چې نور به په نړیوال کرکټ او د هند په پریمیر لیګ سیالیو کې نه لوبېږي او له کرکټ سره مخه ښه کوي.

۳۷ کلن یوراج سېنګ د هند په چنديګړ کې زېږیدلی دی او د هند لپاره یې په ۴۰ ټېسټ لوبو کې ۱۹۰۰، په ۳۰۴ یو ورځنیو لوبو کې ۸۷۰۱ او په ۵۸ شل اوریزو لوبو کې يې ۱۱۷۷ منډې کړي دي. یوراج سېنګ د توپ اچوونې په برخه کې په ټېسټ لوبو کې ۹ لوبغاړي، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۱ لوبغاړي او په شل اوریزو لوبو کې یې ۲۸ لوبغاړي سوځولي دي.

یوراج سېنګ له هغه وروسته د کرکټ په نړۍ کې ډېر مشهور شو چې په انګرېز بالر سټیورټ براډ باندې یې په یوه اور کې ۶ شپږیزې ووهلې.

یوراج سېنګ ویلي، له ۱۷ کاله نړیوال کرکټ وروسته دا مناسب وخت دی چې کرکټ پرېږدم، زه بختور یم چې د هند لپاره مې شاوخوا ۴۰۰ نړیوالې لوبې کړې دي. یوراج زیاتوي، په کرکټ کې مې دا زده کړل، چې څنګه یو کس لوېږي او څنګه باید پورته شي، زه هم ډېر ځله په لوبه کې له ناکامۍ سره مخ شوم، خو هېڅکله تسلیم نه شوم او د ژوند تر وروستۍ ساه به په همدې باور یم.

یوراج سېنګ وايي، د ژوند ستره خوشالي یې د نړیوال جام ګټل و چې په ۲۰۱۱ کال کې یې دا ویاړ د هند په نوم کړ او دی په کې د نړیوال جام غوره لوبغاړی وبلل شو.

دا چې یوراج به له دې وروسته څه کوي؟ نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې وایي چې غواړي یو یا دوه کاله ارام وکړي، بیا به بېرته کرکټ ته را ستون شي او د ځوانو لوبغاړو روزنه او مرسته به پیل کړي.

یوراج هغه لوبغاړی دی چې د سرطان له مرګونۍ ناروغۍ سره یې مقابله وکړه او روغ ترې راووت، خو دی وايي، کله چې له تداوي وروسته لوبډلې ته را ستون شو، تر فشار لاندې و او خلکو هم داسې فکر کاوه چې یوراج نور هغه یوراج پاتې نه دی.

نوموړی زیاتوي، نیت یې کړی و چې د سږ کال ای پي اېل لوبو په وروستۍ لوبه کې خپل تقاعد اعلان کړي، خو ممبي انډینز که څه هم ای پي اېل جام وګاټه، یوراج یې په وروستۍ لوبه کې و نه لوباوه، یوراج په دې اړه وايي چې ژوند هر څه چا ته نه ورکوي.

یوراج وايي، د تقاعد پرېکړه یې د کورنۍ په خوښه کړې ده او په دې خاطر خوشاله دی چې د شخصي ژوند چارو ته به ډېر وخت پیدا کړي.

له کرکټ سره د یوراج د مخې ښې له اعلان وروسته د هند او د نړۍ د کړکټ ستورو ته نوموړي ته د ښه لوبیز کریر په خاطر مبارکي ورکړې او ستایلی یې دی.