fbpx

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف زرداري ونیول شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹- په پاکستان کې د تورو پیسو د سپینولو په تور د نواز شریف او نورو چارواکو له نیول کېدلو وروسته د دغې هېواد پخوانی ولسمشر او د پېپلز د ګوند مشر اصف علي زرداري هم ونیول شو.

اصف زرداري څه وخت وړاندې د مۍ پر ۱۶ مه نېټه هریش کمپنۍ دغبن په یوه دوسیه کې د ښکېلتیا له امله محکمې ته غوښتی و تر څو حساب او کتاب ورکړي خو زرداري هغه وخت د ضمانت په توګه ازاد ګرځېده.

ویل کېږي نېب د سترې محکمې په حکم په ټول هېواد کې د جعلي بانکي اکاونټونو پلټنې پیل کړي چې په هغې کې تر اوسه د لسګونو دوسیو څېړنې روانی دي چې پکې
د پلټنې ډلې په خپل وروستي رپورټ کې د ۱۷۲ کسانو
نومونه په ډاګه کړل چې پکې اصف علي زرداري هم شامل وو.

څه وخت وړاندې هم د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې له یوې محکمې غوښتنه کړې وه چې باید نیب د هغه د نیولو منعه کړي ځکه اوس یې وخت نه دی چې دی ونیول شي خو لا اختر وروسته نن زرداري نیول شوی دی.

اوس مهال د نېب چارواکو اصف علي زرداري د نېب راولپنډۍ دفتر ته وړی دی ممکن زرداري هم د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په برخلیک اخته شي .

نیب له دې وړاندې هم د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف دغه راز د مسلم لیګ د ګوند نور چارواکي او د اصف علي زرداري د حکومت یو شمېر وزیران او د هغه نور نږدې ملګري د غبن په تورونو تورن کړي وو.

په دې هېواد کې د اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوي چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د نیب په واسطه قضیې جوړوي او پر فساد یې تورنوي.

د یادونې وړده اوس مهال پاکستان ۱۳ سوه میلیارده روپۍ له نړیوالو قرضداره دی چې اوس مهال پخوانیو چارواکو سره د دې حساب کتاب روان دی او په یو نه یو ډول زندان ته داخلېږي.

عمران خان هم د دې شویو قرضونو پړه په تېر حکومت واچوله هغه وویل پخوانیو مشرانو بې ځایه مصارف کول چې د پاکستان اقتصادي وضعیت یې له سخت کړکېچن حالت سره مخ کړی دی.