fbpx

په ځوانانو مشران سپکول ولې او څنګه؟

خبريال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ـ شاوخوا پنځه کاله وړاندي ادریس ستانکزي د ځوان بهیر په نوم په کابل کي یو دفتر خلاص کړ چي ټول حمایت يې د هغه وخت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل کاوه.
نبیل د ځوان بهیر دفتر ته چي په راس کي يې ادریس ستانکزی و د میاشتي ۱۷ زره ډالر مصارف ورکول او د دفتر د ساتني لپاره يې ۶ کسه د ملي امنیت سرتېري ورکړي وو.
د دغه دفتر ځوانانو د لسګونو مستعارو اکونټونو ترڅنګ د خیاط سیاسي، باغبان، حقایق تلخ، متفکر دوم او داسي نور اتلس فېسبوکي صفحې درلودې چي په اشرف غني او حنیف اتمر پسي به يې منفي تبلیغات کول او دوئ به يې توهینول چي دا کار خورا په چټکۍ سره روان و.
خو د ځوان بهیر تخریبي چینل پټ پاته نسو، څه موده وروسته اشرف غني د هغوئ د تبلیغ او د تمویل او فعالیت څخه خبر سو چي وروسته يې پر نبیل د فشار په نتیجه کي نه یوازي دفتر بند سو بلکي رحمت الله نبیل هم د وظیفې څخه لیري سو چي دغه حالت د ادریس ستانکزي د بېکارۍ لامل وګرځېدی.
خو اوس ادریس ستانکزی یو ځل بیا د توهین او د تحقیر وسیله ګرځېدلې، حکومتي سرچینې وايي، ارګ هغه ته وظیفه ورکړې ترڅو په هر ولایت کي شپږ کسان د دې لپاره استخدام کړي چي د هغوئ په مټ د هر ولایت څخه ۳۰ کسیز ګروپ ولري.
د استخدام د پروسې تر بشپړېدو وروسته ارګ پلان لري چي د دوئ په واسطه د ځوانانو د شورا په نوم کابل کي د سولي تر عنوان لاندي غونډه جوړه کړي خو اصلي هدف به ئې د اشرف غني د واک د دوام لپاره هغه ته مشروعیت ورکول وي ترڅو غني په غیر قانوني توګه د واک پر ګدۍ پاته سي.
خو دوئ ته یوه بله اجنډا هم ورکول سوې چي په توسط به يې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په حکومت کي په لاسوهنه تورنوي او بیا به په دغه غونډه کي د کرزي څخه د وطن د پرېښېدو غوښتنه کیږي.
خو دوئ یوازي پر دې اکتفاء نه کوي، بلکي د ځوانانو شورا ته يې دا دنده هم ورکړې چي د حامد کرزي پر هر پوسټ باندي شاوخوا ۸۰ ښکنځل او بد ویل وکړي ترڅو کرزی پر سوشیل میډیا توهین او سپک سي.
د مشرانو د سپکاوي په خاطر او په کابل کي د غونډي د بریا په صورت کي د ځوانانو شورا ته ژمنه ورکړل سوې چي وروسته به هغوئ ته پیسې، امتیازات او ښې دندي ورکول کیږي.
ددغه پروګرام رهبري وحید عمر کوي او د چارو کنټرول يې د ادریس ستانګزي په لاس کي دئ.
اوس پوښتنه داده چي زموږ ځوانان ولي د پیسو د قدرت لپاره خرڅېږي؟
پرون نبیل استعمال کړل، نن يې اشرف غني استعمالوي.
پرون يې حنیف اتمر او غني په سپک کړل او نن حامد کرزی په سپکوي.
ارګ خېلو همېشه کتلي چي له ځوانانو پر فېسبوک د ځان په ګټه له تبلیغاتو خورا ډېره سیاسي ګټه واخلي دا هغه کار دئ چي د ملي یووالي حکومت او بیا په ځانګړې توګه اشرف غني خپله اتکاه پرې کړي.
خو دوئ دا هېره کړې ده چي فېسبوک یوازي د ولس لس فیصده برخه ده او نور ۹۰ فیصده خلګ پر خپلو سترګو باور کوي چي یوازي يې بیکاري او غربت په لیدلي دي.
د جوزا تر اولي مخکي د ولسمشرۍ ټاکنو ته زمینه نه برابرول او وروسته بیا د واک غځولو ته حقوقي توجیه جوړول، دغه ټول د دې ډول رانیول سوو او په مفکوره خرڅ سوو ځوانانو مسئولیتونه دي چي ارګ یې ورسپاري.
د دوئ په واسطه یو ترټولو ناوړه او خراب کار چي د سیاسي اخلاقو بېخ او بنیاد په نړېږي هغه د استدلال پرځای خپل سیاسي مخالف په ښکنځلو جوابول او یوازي کول دي، یعني ددې پرځای چي خپل کړي سیاست ته منطق او استدلال ولري خپل سیاسي مخالف یوازي او یوازي ښکنځي او دا کار د ښکنځلو فرهنګ په سیاست کي عاموي، په دې کار ټولنیزو مخالفتونو او عقدو ته لاره هواریږي چي ددې رسېدونکي ټولنیزي صدمې جبران به بیا ناممکنه وي.
دې حکومت پنځه سره کاله د واک په وېش او پایښت کي د خپل سیاسي واک لوږه له یو او بله په پوره استفاده کي پوره کړې ده او ټولني ته يې هغه زیان مخامخ کړی دئ چي هغه بیا په هیڅ سیاست نه سمېږي.
سیاستونه او سیاسي واکونه حتماً له یوه بل او له بله بل ته انتقالېږي او دا کار روان دئ خو هغه د واک لېوان او پلویان چي پر سیاست سربیره ټولني له زیانونو او ناوړه اخلاقو سره روږدوي ددې کار په باب د ټولنیز نظر خاوندان سخت اندېښمن کړي دي.
په ټوله نړۍ کي خو سیاسي اخلاق دادي چي سیاسي مخالف پر سیاسي واک دقبضه ګر سیاستوال کمزوري بیانوي او ددې کمزورۍ د رفعي دپاره د سمون طرحه منل کیږي خو دلته ارګ د خپلي هري کمزورۍ د دفاع او توجیې دپاره ترټولو ډېره بودیجه مصرفوي او د هر سیاسي لومړیتوب تر مخه دځان سپیناوي ته رادانګي.
کار، ټولنیزه بدبختي او هر غرض ؤ مرض پر ځای پاته دئ خو دی د ځوان قشر پر اوږو د خپلو – چل ول او انحصاري پرېکړو توغ وړي.
د ارګ د خوا دغسي استعمالېدونکي ځوانان د هغه سیاسي سمون مخه نیسي چي په سیاسي نقد رامنځته کیږي او دوئ په دې خبره پوهیږي چي دا کار څومره زیان لري، خو ددې هرڅه باوجود د سیاسي اخلاقو او سیاسي وجدان ملا ور ماتوي.
ليکوال: عبدالولي سعيد