fbpx

پرېږدئ چې کرکټ له سياست او ډلبازۍ راووځي

عجب ملت يو، په خپله به مو کله کرکټ نه وي کړى، خو د کرکټ د نړيوالې شورا پرېکړې ردوو او له ځانه چې مو هر څه وويل، بس هغه رښتيا دي، تل په احساساتو لګيا يو، هېڅ کله مو په څه شي باندې فکر او سوچ نه دى کړى، چې دا زه چې څه کوم، دا به هېواد ته ګټه ولري او که تاوان؟

د محمد شهزاد په لاسته راوړنو هېڅوک سترګې نه شي پټولى، ځکه هغه د دې هېواد لپاره لوبه کړې او د دغه لوبډلې تر دې ځايه په رارسولو کې يې ونډه درلودلې ده، خو د دې خو دا معنا نه ده چې هغه به د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې په ملي لوبډله کې لوبېږي او هېڅوک به دا حق نه لري چې هغه له لوبډلې کېنوي او که کله له لوبډلې کېنول کېږي، نو بيا به رسنيو ته راوځي، نه يوازې دا چې ځان ته به سپکه وايي، بلکې هېواد او ملي ارزښتونه به هم سپکوي.

که چېرته د محمد شهزاد خبرې واورئ، نو هغه په خپله په ځان عريضه کوي، چې څومره ناروغ دى، په لوبغالي کې د هغه لوبه هم موږ وليدله چې څومره خرابه لوبه يې وکړه، خبره يوازې د توپوهنې نه ده، بلکې خبره د ويکټ کيپينګ هم ده، چې هغه په دواړو کې په بشپړه ډول ناکامه شو.

خو له دې هر څه هم که ورتېر شو، په کرکټ کې خبره د ډلبازۍ ده، شهزاد په خپله په مرکه کې په ځان دا ومنله چې اصغر افغان لوبډلمشر نه وي، نو دى لوبه نه کوي، بلکې د ځينو نورو لوبغاړو نومونه يې هم واخيستل، تاسو وګورئ نړيوال جام ته په غوراوي لوبو کې اصغر په ناروغ ځان لوبه وکړه، خو اوس روغ ناست دى او لوبه نه کوي، ولې؟

شهزاد وايي چې اصغر ځکه ښه و چې د دوى معاشونه به يې ورته په وخت راخيستل او داسې نور… د کرکټ د لوبغاړي يې له دې کارونو سره څه کار دى؟ سړى حېران شي چې شهزاد د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره لوبېده او که نه د کومې کليوالي لوبډلې لپاره لوبېده.

شهزاد څه موده مخکې په خپله په يوه ويډيو کې د شاپور ځدراڼ په اړه ويلي و، چې لوبه نه شي کولى نو په لوبډله کې د لوبېدو تمه دې هم نه لري، لومړى دې له ځانه ښه لوبغاړى جوړ کړي، نو بيا دې په لوبډله کې د لوبېدو خوبونه وويني، اوس هماغه خبره بايد شهزاد ته هم وکړل شي، ځکه چې د يوراج سنګ په څېر لوبغاړى له کرکټ څخه ريټايرمنټ اخلي، نو د دې معنا دا چې شهزاد او نور ټول به هم کرکټ پرېږدي او ځوانو لوبغاړو ته به د لوبېدو چانس برابروي.

يو ځل بيا هم وايم، د خلکو په خبرو مه غلطېږئ، خپل کرکټ مه تباه کوئ، شهزاد، اصغر او نور ټول تلونکي خلک دي، خو دا ملي لوبډله به تل وي، نوي لوبغاړي به راځي، د افغانستان لپاره به وياړونه راوړي او همداسې به په مېدانونو کې د افغانستان ملي سرود او درې رنګه بېرغ رپېږي.

لږ تر لږه دومره خو فکر وکړئ، چې د کرکټ نړيواله شورا يا ايي سي سي د کوم کلي اداره نه ده، هلته د نړۍ تر ټولو غوره کسان ناست دي، هغوى خو هېڅوک په پټو سترګو له لوبو نه شي کېنولى.

نو د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړئ او د خپلو اتلانو تر څنګ ودرېږئ، ځکه کرکټ هغه لوبه ده چې د دې ټول ملت په شونډو يې موسکا راوستې ده، دا کرکټ بايد له ډلبازۍ او سياست څخه پاک کړو او همدا يې وخت دى، چې بايد راتلونکې لوبډله مو ځوانه او له وړتياوو ډکه وي.

ليکوال : بريالى زمرى