fbpx

پاکستاني پوځ ګلالۍ اسماعیل ونیوله

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹- پاکستاني پوځ څو شېبې وړاندې په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه
غړې او مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل ونیوله.

پاکستانی پوځ د دریو اونیو انتظار وروسته د پي ټي ایم دا فعاله ګلالۍ اسماعیل د یوې چاپې پر مهال نن په خپل کور کې ونیوله او له ځان سره یې بوتله.

د ګلالۍ اسماعېل د نیولو هڅې له ډېرې مودې راهیسې روانې وې ګلالۍ څه وخت وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ له احتجاجه پاکستاني پوځ زندان ته بېوله و خو نن بیا هم ریاست بریالی شوی او نیولې ده.

ګلالۍ اسماعېل د دې لپاره پاکستاني پوځ ونیوله چې ولې د پي ټي ایم ملاتړې ده ګلالۍ په پښتونخوا او وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو پر وړاندې مبارزه کوله دې خپلو پښتنو ته د انصاف غوښتنه کوله خو نن دې ریاست ونیوله.

په دې وروستیو کې د پي ټي ایم او پاکستاني ریاست ترمنځ حالت یو څه کړکیچن شوی دی پاکستاني پوځیانو څه موده وړاندې د پي ټي ایم پر پلویانو برید هم وکړ چې په پایله کې ۱۳ تنه شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شول.

د ګلالۍ اسماعېل وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ هم د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوي دي چې دواړه د پېښور په مرکزي زندان کې زنداني پراته دي.

د پي ټې ایم غړو ته لا له وړاندې ګواښونه شوي دي چې اوس یې د نیولو لړۍ روانه ده د همدې نیولو په تړاو د پي ټی ایم بلې مخکښې غړې ثنا اعجاز ویلي پاکستاني ریاست څخه وار پار خطا شوی دی او د پي ټي ایم د غړو په نیولو یې پیل کړی دی.

بلخوا تېر ماښام د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله وينا کي پښتنو ته ډاډ ورکړ چي په زنداني کولو او په اخطارونو ورکولو به له خپلي مبارزې او انصاف غوښتني څخه نه پر شا کيږي.

نوموړي پاکستاني ریاست ته په خطاب کې وويل که حتی يو ماشوم او يا هم يوه ميرمنه په يوه ليري پرته سيمه کي پاتې وي د انصاف او د ژوند حق غوښتلو دا مبارزه به څوک ناکامه نه کړای سي.