fbpx

افغان مېرمنې د ناوړه سیاست ښکار دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹- د نيمې نړۍ د پرمختګ مخه مه نيسئ. د طالبانو له واکمنۍ اتلس کاله تېرېږي په تېرو اتلس کلونو، ښځينه وو ډېره هڅه وکړه چې ځانونه په ټولنه کې د هېواد، په پرمختګ کې له خپلو وروڼو سره اوږه، په اوږه د تعلیم، سياست او اقتصاد کې له نړيوالو سره سيالۍ وکړي او ښې لاسته راوړنې يې درلودې، خو دلته ښځې ته څه ورکړل سوي.
د ښځې پزه او غوږونه پرې سوي په تبر وژل سوې. ښځې ټوټه ټوته سوې او تشناب کې وغورزول سوې، د زېږون پر وخت ووژل سوې، وسوزول سوې او هر ډول ظلم ورباندي وسو.
خپل د سترګو حال بيانوم چې محکمه کې ناسته وم يوه سړي په ډېرې ارامۍ کيسې کولې چې څنګه يې خپله ښځه وژلې وه خو هېڅ وېره يې نه لرله.
يوه نجلۍ له کوره وتښتېده کله چې مو پيدا کړه او دليل مو ترې وپوښت، ويې ويل د هلک له پاره نه بلکې د ورور د ظلم وهلو ټکولو له لاسه تښتېدلې وه.
بله نجلۍ چې له کلي څخه ښار ته تښتېدلې وه، پوښتنه مو ترې وکړه، ويل يې پلار يې د پيسو له پاره بوډا ته ورکوله، که يې منلې نه وای وژله يې.
افغان ښځې په دې اتلسو کلونو چې موږ یې شاهد حال یو بې اندازې قربانۍ ورکړې دي.
بعضي ښځې چې دا شهامت يې کړی، د داسې خلکو پر وړاندې ودرېږي او نور دې حالت ته د پای ټکی کېږدي هغوی د سياست ښکار کېږي.
نو اوس جنرال احمدزی او ځينې نور کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره پر مېرمنو تور پورې کوي. هغه ښځې چې تل د دې وطن د ملي ګټو لپاره اواز پورته کوي او د هغوی له کبله نورې ښځې هم سياست او کار ته راوزي احمدزي ښځې د خپل سياست د ښکار وسيله وګرځوولې.
په دې يې فکر ونکړ چې زموږ د ټولنې ذهنيت به د ښځو پر وړاندې خراب سي او يا هم دغه صدمه زما د وطن پاک لمنو ښځو ته ورسېږي.
هغه انجلۍ چې د ښوونځي په ارمان وي هغه به د احمدزي د خبرو په خاطر به پر کور کښيني. هغه مور چې خپلې لور د ډاکتر کېدو ارمان لري هغه به پر کور کښېني.
هغه ښځه چي سترګې يې ښوونځي په تلو خلاصېږي او حق او باطل سره جلا کولای سي. نه نه دا ټولو شيانو ته يې هېڅ فکر نه سو. هغه ځکه چې لور يې تر ټولو ښه ښوونځي کې درس وايي او کورنۍ يې ښه په مزو کې ژوند کوي.
له هغه سره يوازې خپل غم و چي څنګه مشهوره سي او څنګه وکولای سي حکومت بدنامه کړي څه فرق کوي چې له کومې لارې ولاړ سي او افغان ښځې خپل د ناوړه سياست ښکار کړي، نو جنرال احمدزی بايد د ټولو خلکو په مخکې محکمه سي او نه بايد چې دا موضوع پټه پاته سي.

لیکواله: په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ

Your SEO optimized title page contents