fbpx

امام الحق: افغانستان او هند دواړو سره یو ډول لوبه کوو

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جون ۲۰۱۹ – د پاکستانۍ ملي لوبډلې تکړه چپ لاسی پیلیز توپ وهونکي امام الحق په یوې تازه مرکه کې ویلي د افغانستان او د هند سره لوبه کول ورته هېڅ ډول فرق نه کوي. د ده په خبره د افغانستان سره لوبې ته تیاری د نورو هېوادونو سره توپیر نه لري.

امام الحق دا مرکه د نړیوال جام په دوام له یوې رسنۍ سره کړې ده نوموړی په خپلو خبرو کې وړاندې وایې د نړیوال جام په دوام له هند او افغانستان سره سیالي ورته یو ډول برابره ده چې د یوې مبارزې په لټه کې به دواړه لوبډلې ماتوي.

امام زیاتوي” د هند او پاکستان لوبه د ټولې نړۍ لپاره خوندوره لوبه ده خو زما لپاره افغانستان او هند یو شان دي دواړه لوبې به جالبې او سختې وي ځکه افغانستان هم له چا کم نه دی چې دواړو لوبډلو ته به په سمه توګه تمرینات کوي. ځکه په نړیوال جام کې لوبېدونکي لس واړه لوبډلې قوي برېښي.”

افغانستان او پاکستان له دې وړاندې د نړیوال جام په وارم اپ یا تمریناتي سیالۍ کې هم مخ شوې وې چې په هغې سیالۍ کې افغانستان یوه نه هېرېدونکي تاریخي ماتې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړه اوس نو هماغه ویره د پاکستاني لوبغاړو په زړونو کې لاهم موجوده ده چې ماتې د خلاصون په اړه ځانګړې پلانونه جوړوي.

زمونږ د معلومات پر اساس د هېواد په ۳۵ میلیونو افغانانو کې په زیاته اندازه د کرکټ مینوال د پاکستان سره رسمي سیالۍ ته انتظار باسي دوی وایې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه ورته تر ټولو مهمه ده.

بلخوا افغان لوبغاړي هم د پاکستانۍ لوبډلې سره لوبه له احساساتو او جزبې ډکه کوي چې په هېواد او بهر کې په زیاته اندازه لیدونکي لري . په دې لوبه کې هر لوبغاړی غواړي چې بری ترلاسه کړي تر ټولو به مهمه او ارزښتناکه وې.

امام د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ کېدونکي لوبې ته هم یو نظر اچولی او ویلي دي چې اسټرالیا پاکستان ته په مسلسل سیالیو کې ماتې ورکړې خو په نړیوال جام کې هغه ویره او فریشر چې پر پاکستانۍ لوبډلې وو اوس نشته او د بریا امکان هم شته.

Your SEO optimized title page contents