fbpx

د حکومت مداخله نه مني، خو ولسي جرګه به څه کوي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ – نېږدې یوه میاشت کېږي چې د ولسي جرګې غړو د ریاست لپاره ټاکنې کړي، خو تر اوسه دا جرګه مشر نه لري.
ولسي جرګه چې د روان کال د غوايي میاشتې په دویمه نېټه پرانیستل شوه، د ریاست څوکۍ یې هغه وخت جنجالي شوه چې میرالرحمان رحماني سره له دې چې یوه رایه یې کمه وه او د ولسي جرګې د داخلي وظایفو د لایحې له مخې یې ۵۰+۱ رایې پوره نه کړې، د ولسي جرګې د موقت مشر عطامحمد دهقانپور لخوا د ولسي جرګې رئیس اعلان شو، نورو وکیلانو د دې کار مخالفت وکړ او تر نن ورځې یې رحماني ته اجازه نه ده ورکړې چې د ولسي جرګې په څوکۍ کېني.
اوس ویل کېږي، حکومت غواړي دا مسله د سترې محکمې له لارې حل کېږي، خو د جرګې غړي بیا وايي چې حکومت د دوی په چارو کې د مداخلې حق نه لري او اجرائیه او قضائیه قوې باید دا هڅه و نه کړي چې د مقننې قوې په چارو کې لاسوهنه وکړي. دوی ټینګار کوي چې دا مسله باید د ولسي د اصولو او قوانینو له مخې خپله وکیلان حل کړي.
په ولسي جرګه کې د ریاست په سر د راپورته شوې ستونزې د هواري لپاره له نېږدې يوې میاشتې راهیسې هڅې روانې دي، خو لاهم دغه ستونزه نه ‌ده حل شوې. رحماني ځان رئیس بولي، خو مخالف وکیلان یې نه مني او د ریاست لپاره د بیا ټاکنو غوښتونکي دي.
بلخوا فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اندېښنه ښيي، که چېرې د ولسي جرګې د ریاست په سر رامنځ ته شوې ستونزه ژر حل نه شي، په دې جرګې به د خلکو باور زیانمن شي او ډېر هغه کارونه چې ولسي جرګې باید په دې حساس وخت کې کړي وای، ترې پاتې به شي.

Your SEO optimized title page contents