fbpx

په بغلان کې د طالبانو له زندانه ۳۴ تنه ازاد شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ ـ د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو بېګا شپه ناوخته په بغلان کې د طالبانو په یوه زندان عملیات کړي چې په پایله کې یې ۳۴ تنه زندانیان د طالبانو له زندان څخه را خلاص کړي دي.

د کورنیو چاور وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې زندانیانو کې ۷ تنه د ملي اردو، ۷ تنه پولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري او ۱۷ ملکي وګړي وو چې له ډېرې مودې راهیسې طالبانو په خپل زندان کې ساتلي وو.

دا وزارت وايي، ترهګر چې هر چېرته وي، د ځانګړو ځواکونو له تعقیب څخه به خلاص نه شي.

په بغلان کې د طالبانو له زندانه داسې مهال زندانیان ژغورل کېږي چې تر دې مخکې په زابل، هلمند او فاریاب کې هم  افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو زندانونه مات کړي او زندانیان یې ترې ازاد کړي وو.