fbpx

په کندوز کې هم د طالبانو یو بل زندان مات شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹- د کندوز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو یو بل زندان هم مات کړی دی چې په نتیجه کې تر ۱۳ و پورې ملکیان ازاد کړي دي.

په کندوز ولایت کې د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر یوه خبر پانه خپره کړې او د بندیانو د خلاصون خبره یې تایید کړې دوی ویلي تېره شپه ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې پراخ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

خبر پاڼه وړاندې وایې د دغو عملياتو په ترڅ کې همدا ١٣ ملکي وګړي د طالبانو له زندانه را خوشي کړاى شوي دي او لاهم عملیات روان دي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز نن د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په لرخاني سیمه کې هم د طالبانو پر یو زندان عملیات کړي چې په پایله کې ۳۴ کسان روغ رمټ راخوشې کړي دي.

د دې وزارت ویاند د نصرت رحیمي پر وینا خوشې شویو کسانو کې د ملکي وګړو سربېره اووه پولیس، اووه د ملي اردو سرتېري او درې د ملي امنیت سرتېري هم شامل وو.

له دې وړاندې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو بل زندان مات کړی و چې ۳۳ تنه زندانیان یې ترې ازاد کړي و .

دغه راز څو ورځې وړاندې د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې هم افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له بنده ۲۸ بندیان خوشي کړي وو، چې ۱۶ یې ولسي وګړي او ۱۲ نور امنیتي سرتېري و.

د یادولو ده یوناما هم څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبان په زندانونو کې نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کوي. خو طالبانو دغه ډول راپورونه رد کړي وو.