fbpx

په افغان کرکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلل

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹- د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن په یو خبري کنفرانس کې په دې اداره کې د نویو بدلونونو خبر ورکړ چې مهم بدلون پکې د غوراوي کمېټې مشر لېرې کول او پر ځای نوي ټاکل وو.

په نویو بدلونونو کې د حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي، سید منصور سادات نادري او احمدشاه سنګین پر ځای، د مشرانو جرګې غړې نورګلالی ساپی، د ولسمشر سلاکار ضياءالحق امرخېل، پاکستان کې افغان سفیر شکراالله عاطف مشعل او د ښارجوړنې سرپرست وزیر احمد جواد پیکان د بورډ غړي معرفي شول.

دا ډله به د افغان کرکټ بورډ اداره په بشپړه توګه څاري دوی به د ادارې کارکوونکو مشرانو ته لازمې مشورې ورکوي او لوی پلانونه تصاميم به نیسی دغه راز د بورډ کلنۍ بودجه به هم تصويبوي .د بورډ د چیریمین راپور به هم ارزوي او د ارزونې وروسته به یې یا ردوي او یا مني.

په دغې خبري ناسته کې د بورډ مشر عزیزالله فضلي په غورواې کمېټه کې هم د بدلون اعلان وکړ هغه وویل د پخوانیو غړو دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای به له دې وروسته د افغانستان د نوولس کلنو لوبډلې روزونکی انډي مولز او په کورني کریکټ کې فعاله مجاهد ځدران د دې کمیټې غړي وي.

فضلي ټینګار وکړ چې دغه کمیټه به تر دې وروسته په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي او الف لوبډلو په انتخاب کې پراخه رول ولوبوي او هغه چاته به وخت ورکړي چې وړتیا یې لري.

افغان کرکټ بورډ د دې سربېره د افغانستان پریمیر لیګ لپاره هم نوې کمیټه ګومارلې او د رسنیو د برخې لپاره یې نوی مسوول جار عبدالرحیمزی ټاکلی دی.

دغه راز فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرایه رئیس اسدالله خان په اړه هم وویل چې د روان نړیوال جام وروسته به لېرې کړل شي او پر ځای به یې نوی اجرایه رئیس وټاکل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټه کې بدلونونه هغه وخت راغلل کله چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان یې د لوبډلې لېرې کړ او پر ځای د دریو فارمټونو لپاره ګلبدین نایب، راشد خان او رحمت شاه زرمتی لوبډلمشران وټاکل.