fbpx

پاکستان افغان چارواکي تږي تر اوبو بیايي او تږي یې بېرته راولي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ ـ افغان حکومت یو ځل بیا پاکستان ته د همکارۍ لاس غځولای او تمه ترې لري چې د سولې په برخه کې به له افغانستان سره همکاري وکړي، په همدې خاطر د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ راشه درشه هم ډېره شوې ده.

نوی خبر دا دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان او ارزونې غونډه نن دوشنبه په اسلام اباد کې پیل شوه.

په دې ناسته کې د افغان لوري مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان او د پاکستان لوري مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود کوله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي ټینګار وشو.

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان چې یو کال مخکې جوړ شو، مقصد یې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ دی.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو له ناستې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب هم پاکستان ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره یې کتنې درلودې. د دې سفرونو په لړ کې ټاکل شوې ولسمشر غني به هم په روانه جون میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

که څه هم افغان حکومت تل په پاکستان تور لګولی چې له هغو وسله والو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې جنګېږي، خو ولسمشر غني په تازه څرګندونو کې تمه ښودلې چې سفر به یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه نوې تاریخي پاڼه پرانیزي.

سره له دې چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې، سیاسي شنونکي بیا هم د پاکستان په نیت شک څرګندوي او وايي د پاکستان حکومت هر ځل کوښښ کوي، افغان چارواکي تږي تر اوبه بوځي او تږي یې بېرته راولي. دوی زیاتوي، پاکستان د ګډو ناستو پر مهال له افغان چارواکو سره ښې غوړې وعدې کوي او دوی ته سره او شنه باغونه ورښيي، خو په عمل کې بیا هېڅ مرسته نه کوي.

Your SEO optimized title page contents