fbpx

د برطانیه په مېلحېل سیمه کې د الطاف حسین په کور چاپه وهل شوې

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹- څو شېیې وړاندې د برطانیه به مېلحېل سیمه کې د الطاف حسین په کور چاپه وهل شوې ده . په دغې چاپه کې تر دا مهاله لا څرګندنه نه ده چې الطاف حسین نیول شوی دی که څنګه خو پاکستاني ټلویزیونونه چې همېشه د پوځ په حق کې تبلغات کوي وایې چې په دغې چاپه کې الطاف حسین نیول شوی دی.

الطاف حسین د اېم کيو اېم ګوند مشر دی او د پاکستان په مخالفت باندې کار کوي هغه د پوځ د کړنو مخالف خو د جمهوریت په حق کې دی . همدا راز الطاف حسین یو له هغو سیاستوالو څخه دی چې په زغرده پر پاکستاني پوځ باندې سختې نیوکې کوي او سخته ژبه د پاکستاني واکمنو لپاره کاروي.

د ایم کېو ایم ګوند سره د خبریال ډاټ کام له لورې خبرې وشوې خو تر اوسه پورې هغوی دې ته ځواب نه دی ویلی چې رښتیا هم الطاف حسین نیول شوی کنه؟ دا چاپه د مېټرو پولېټن پولیسو له لورې وهل شوې ده دا مېټرو پولېټن پولیس په نړۍ کې له ځواکمنو او چټکو پولیسو څخه دي چې د هر کېس څېړنه کوي.

په الطاف حسین باندې تر دې وړاندې په پاکستان کې د پاکستان سره د غدارۍ کېس پرې چلیږي او همدا راز دی د ډاکټر عمران فاروق د وژنې په تور باندې هم یوځل تورن شوی وو.

الطاف حسین یو د پاکستان له هغو سیاستوالو څخه دی چې داردو ژبو په نماینده ګۍ باندې کار کوي د ده ګوند په تېر حکومت په ډېر لوی تعداد باندې څوکۍ درلودې چې ۵۴ یې د صوبۍ سیټونه ۹ یې د سناتورانو او له لسو زیات یې د قومي اسمبلۍ څوکۍ درلودې چې سږ کال یې دا څوکۍ نیمایې ته راغلي او له حکومت سره لانجه روانه ده.

الطاف حسین څه وخت وړاندې له خبریال ډاټ کام سره په مرکه کې ویلي وو پاکستان یوازینی هېواد دی چې افغانستان یې وران کړی دی.