fbpx

شېکر دهوان د ټپي کېدو له امله درې اونیو له لوبو بهر شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹- د هندوستان کریکټ ملي لوبډله په روان نړویوال جام کې له یوې بلې ستونزې سره مخ شوه.

ددې لوبډلې پیاوړی کیڼ لاسی اوپنر توپ وهونکی شېکر دهوان د کیڼ لاس د غټې ګوتې د ماتیدو له کبله درې اوونۍ د نړیوال جام سیالیو بهر شو.

شېکر دهوان د یکشنبې په ورځ( جون نهمه) د اسټرالیا خلاف په لوبه کې ګوتې ته ولګید خو نوموړي خپله لوبه جاري وساتله او د اسټرالیا خلاف یې سلیزه جوړه کړه او هند لوبډلې ته یې په ۳۶ منډو بریا خپله کړه.

دهوان د تیرې دوشنبې په ورځ د ګوتې معاینې لپاره روغتون ته لاړ او د نتیجې وروسته معلومه شوه چې د هغه ګوته یې ماته شوې ده.

په دې سره به شېکر دهوان ونشي کولی چې په راتلوونکو سیالیو کې د نیوزیلینډ، پاکستان، افغانستان، ویسټ انډیز او انګلستان خلاف لوبو کې ولوبیږي.

د شیکر دهوان په نشتون کې دوه لوبغاړي امبتی رایدو او رشاب پنټ چمتو دي، خو د ځینو هندي رسنیو له مخې چې د شېکر دهوان پر ځای به شریاس ایئر چې اوس په انګلستان کې دی، د هغه پر ځای به په لوبډله کې ځای خپل کړي.

د یادولو وړ ده چې د شېکر دهوان په نشتون کې به کې ال رهول د روهیت شرما سره اوپنینګ ترسره کړي.

عزیزالله عزیزي