fbpx

زابل کې د طالبانو مرستیال والي او ۵۳ ملګري یې وژل شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ ـ د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې طالبانو غوښتل چې د دې ولایت د دای چوپان ولسوالي سقوط کړي او په دې خاطر یې په دې ولسوالۍ جګړه پیل کړې وه، خو د زابل والي رحمت الله يارمل وایي، افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت کړی او په مخامخه جګړه کې یې د زابل لپاره د طالبانو مرستیال والي او د دې ولایت د ميزاني او دای چوپان لپاره د طالبانو د ولسوالانو په ګډون ۵۳ نور وسله وال تېره شپه وژلي دي.
د زابل والي مني چې په دې جګړه کې شپږ امنیتي سرتيري هم وژل شوي، خو ولسوالۍ له سقوط ژغورل شوې ده.
بلخوا د زابل په ګاونډ کندهار ولایت کې هم چارواکي وايي چې خاکريز ولسوالي يې له دوه کلنې محاصرې وروسته خلاصه کړې ده. چارواکي زیاتوي چې دا مهال په خاکرېز ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره یې هم له وسله والو پاکه کړې ده.
خاکرېز ولسوالي چې له تېره دوه کلونو راهیسې طالبانو محاصره کړې وه، هر ډول دولتي خدمات په کې بند شوي و، خو چارواکي ژمنه کوي چې د ولسوالۍ د محاصرې له خلاصولو وروسته به د خاکرېز د اوسېدونکو غوښتنو ته پام کوي.