fbpx

په کاپیسا کې ۴۹ میله وسلې نیول شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹- د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل خبریال ډاټ کام ته وویل چې په دې ولایت کې ۴۹ میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

مشعل وایې ترلاسه شوې ۴۹ میله مختلف نوعه وسلې یې له هغو غیر مسووله وسله والو څخه ترلاسه کړي دي چې له دې وسلو یې په قتل ، ترور او نورو غیری قانوني کړنو کې د خپل هدف لپاره ګټه اخیستله چې نن یې د ولسمشر د حکم او د کورنیو چارو وزارت د امر سره سم نیول شوې وسلې د ډایه پروسې ته تسلیم کړي دي.

مشعل خبریال ډاټ کام ته زیاتوي له دې وسلو په دې ولایت کې غیر مسووله وسله والو د قتل او ترور په برخه کې په زیاته اندازه ګټه اخیستله چې د کاپیسا ولایت خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې.

فرید مشعل پخوا هم د غزني پخوانی امنیه قوماندان و چې اوس تازه د کاپیسا امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی چې د راتګ سره یې سم د کاپیسا په امنیتي وضعیت کې ښه رول ادا کړی دی.

د کاپیسا ولسي خلک د فرید مشعل وروستۍ کړنې ستایې او وایې دې ولایت ته یې راتګ د امنیه قومندان په توګه ښه ثابت شوی دی .

تېر کال هم فرید مشعل پر غزني کې د وسله والو طالبانو ډله اییز برید ته ماتې ورکړې وه او هغه برید یې د سلګونو طالبانو په وژنه پای ته رسولی وو.

فرید مشعل یو له هغو پوځي افسرانو وو چې په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د شهید جنرال رازق سره ډېر زیات عملیات او ماموریتونه کړي دي‌.