fbpx

شينوارى: کرکټ بورډ باید د څو لوبغاړو له انحصاره وژغورل شي

خبريال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانى اجرائيوي رئيس ډاکتر حامد شينوارى وايي، افغان کرکټ بورډ بايد د څو لوبغاړو له انحصار څخه وژغورل شي.
نوموړى زياتوي، ځینو پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو له تېرو دوو لسیزو راهیسې د شخصي او ګروپي ګټو لپاره کرکټ بورډ په مختلفو شکلونو انحصار کړى دى، تر ملي ګټو یې شخصي ګټې مهمې بللي، د خوښې مسولین یې پاللي، د مستعدو ځوانو لوبغاړو مخه یې نیولې او په افغانستان کې يې د کرکټ پرمختګ ته تاوان رسولى.
شينوارى د خپلو خبرو په ادامې وايي، دا دسیسوي تګلاره نور باید و نه زغمل شي او د پای ټکې ورته کېښودل شي.
نوموړى داسې مهال دا خبره کوي چې په افغان کرکټ لوبډله کې د کېپتان له بدلېدو وروسته يو شمېر لوبغاړي خوښ نه برېښي او دا نيوکه پرې کېږي چې د زړه له تله لوبه نه کوي.
حامد شينوارى يو نيم کال د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس و چې په 2012 کې يې له دندې استعفا وکړه او نوموړي بيا وروسته رسنيو ته وويل چې د عمر زاخېلوال لخوا استعفا ته مجبور شو.
بلخوا د ملې لوبډلې د ټاکونکې ډلګۍ مشر دولت احمدزي چې نن له خپلې دندې لرې شو، هم په خبري کنفرانس کې دې مسلې ته اشاره وکړه او وې ويل چې لوبغاړي بايد د هېواد لپاره لوبه وکړي، نه د ځانګړو کسانو لپاره.
دولت احمدزي وويل، اوسنيو لوبغاړو له لسو تر پنځلسو کلونو کرکټ کړى دى چې بايد نور يې پر ځايناستو لوبغاړو فکر وشي او لوبډلې ته ځوان او نوي لوبغاړي راوستل شي.