fbpx

پاکستانی لوبغاړی اختر سرفراز د سرطان له کبله ومړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اختر سرفراز د کولمو د سرطان له کبله د پاکستان په لاهور ښار شوکت خانم روغتون کې مړ شو.

اختر سرفراز د ۱۹۹۷ کال نه تر ۱۹۹۸ میلادي کال پورې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي وې چې مجموعي ۶۶ منډې یې پکې جوړي کړې وې.

نوموړي تر ډیره ډومسټیک/کورنۍ سیالۍ ترسره کړي وې.

اختر سرفراز په ۱۱۸ فرسټ کلاس سیالیو کې ۵۷۲۰ منډې جوړې کړي وې. دغه شان یې په ۹۸ لیست اې سیالیو کې ۲۶۳۶ منډې جوړې کړي وې.

اختر اکثره په کورني کریکټ کې د پيښور او نیشنل بانک په استازیتوب لوبې ترسره کولې.

نوموړی په دې وروستیو کې د پاکستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی هم ګمارل شوی و.

عزیزالله عزیزي