fbpx

هند د لويدلې الوتکې ټوټې پیدا کړي

خبریال وېبپاڼه /۱۲ جون ۲۰۱۹ – هندي چارواکو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هغې الوتکې ټوټې يې پيدا کړي چې د دیارلس کسانو سره بې درکه شوي وه.

د روسي لخوا جوړه شوي ( اې.ان ۳۲ ) الوتکه چې د ۸ عمله او ۵ مسافرين پکې سپاره ؤ، د جون په دریمه نيټه د هند په شمالي اروناچل پراديش سيمه کې چې د چین سره په سرحد کې پاته ده بې درکه شوي وه.

د هند هوايي ځواک په ټويټر پاڼه ليکلي’’ د( اې،اين ۳۲ ) د بې درکه شوي الوتکې پلټنه د (ایم ای-۱۷ هيلوکپټرې) لخوا په ۱۲۰۰۰ فوټه جګوالي واټن کې پلټنې پیل شوي وې او تيره ورځ يې د لویدلې الوتکې ټوټې پیدا کړې دي.

د هند هوايي پوځ په وينا دوی اوس په دې لټه کې دي چې د ژوندي کسانو د پاتې کيدو معلومات وکړي.

تيره اوونۍ هندي چارواکو د بې درکه شوي الوتکې په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره ۵۵۰۰۰۰ هندۍ کلدارې (۸۰۰۰ ډالر) نعدي جايزه يا انعام هم اعلان کړي وه.

دوی همدغه شان د هغه ځای د کليوالي خلکو او مشرانو څخه هم د په ميچوکا ځنګل کې د بې درکه شوي الوتکې د پیدا کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړي وه.

دغه دوه انجنه الوتکې هواته ته پورته کيدو ۳۵ دقيقې وروسته تماس ورسره قطع شو.

یو ځل مخکې هم په ۲۰۱۶ کال کې (اې اين ۳۲ ) الوتکه چې د چنای څخه انډامن په لوري روانه وه د نیکوبار ټاپو- بنګال خليج ترمنځ له ۲۹ سپارلیو سره يو ځای بې درکه شوي وه چې تراوسه لا ندي موندل شوي.

Loading...