fbpx

په غزني کې د غزنین کلا یو برج نړېدلی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – په غزني کې د بارانونو له کبله د (غزنین) تاریخي کلا یو برج نړېدلي دی.

نن د غزني والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته ویلي چې د تېرې جمعې په ورځ سختو بارانونو د دې تاریخي برج پاسنۍ برخه نړولې ده، د یوې برخې د نړېدو وروسته
د دغې برج نورې برخې هم د نم له امله زیانمنې شوې دي چې د برج اصلي جوړښت یې له منځه وړی دی.

نوري وړاندې وایې، د برج د نړېدو اصلي لامل تاریخي او کلتوري اثارو ته نه پاملرنه ده. دی وایي ددې برجونو د بیا رغونې هڅې یې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې کارونه په عملي ډول نه دي پیل شوي.

د غزنین کلا دېوال چې بالا حصار یې هم را چاپېر کړی دی ۲۶ برجونه لري، چې په ځینو برخو کې یې خلک هم ژوند کوي. ځایي اوسېدونکې وایي، که د دې برجونو او کلا د بیا رغونې چارې پیل شي او دوی ته د اوسېدو نمرې ورکړل شي نو له دې ځایه به کډې وکړي.

څو ورځې وړاندې د غور سیمه‌ییز چارواکو هم خبر ورکړی و چې، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دي باید ژر تر ژره دې د نړیدو مخه ونیول شي چې وروسته ورته مسوولینو پام وکړ او د نړېدو مخه یې ونیوله.

بلخوا د جام منار د بیارغونې لپاره یونسکو د دوه میلیونه امریکایې ډالر مرسته اعلان کړې ، خو حکومت ته یې د دغه کار د ترسره کېدو لپاره له سل زره څخه تر دوه سوه زرو ډالرو د لګښت ورکولو شرط هم ايښی و..

د یادلو ده تر اوسه د غزنین کلا د برجونو د لویدلو مخنیوي لپاره مسوولین لاس پکار شوي نه دي او نه یې ورته کوم تصمیم نیولی دی.