fbpx

په افغانستان کې څه باندې ۲ میلیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – نن د جون پر ۱۲ مه نېټه په نړۍ کې د ماشومانو د سخت کار د مخنیوي نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو دا ورځ په افغانستان کې په داسې مهال نمانخل کېږی چې څه باندې دوه میلیونه ماشومان په سخت کارونو بوخت دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایې د جگړې او بېوزلۍ له کبله په افغانستان کې کورنۍ اړې دي چې د زده کړو پرځاى پر خپلو ماشومانو کارونه وکړي او د تل لپاره یې له زده کړو بې برخې کړي.

یاد وزارت وایې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې دا ټول د افغانستان د نفوس نژدې نیمايي برخه جوړوي.

د دغې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي د نورو ولایتونو په پرتله په کابل، بدخشان او هلمند کې ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې د خپلو زده کړو مخه یې ډب شوې ده .

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې افغان ماشومان نه یوازې کار کولو ته اړیستل کیږي بلکې ۳،۷ میلیونه یې له زدکړو هم بې برخې دي.

خلک بیا وایې په افغانستان کې د جګړو له امله ځیني بې سرپرسته کورنۍ خپل ماشومان زده کړو ته نه پرېږدي چې په دې ماشومانو د زده کړو پر ځای د کورنۍ اقتصادي مشکلات پوره کوی.

Loading...