fbpx

شهزاد ولې ولس ته رښتيا ونه ويل؟

شهزاد محمدي به هغه وخت لوبېدلی وای چی دی روغ واى، دا چې له ده سره هر افغان بې درېغه مينه درلوده نو ده ته هم پکار وه چې ولس ته يې روحيه ور کړې واى او د يوه ملي او پر خپل ولس او لوبډلې ميين لوبغاړي په څير يې خبرې کړې واى، د افغانستان ملي ګټو ته يې کتلي وای نو بيا به د ده پر وړاندې د ولس مينه دوه چنده شوې وای.

او که د خپل درد احساس يې زموږ سره په رښتيني توګه شریک کړی وای د دې پر ځای چی موږ تاسو ته يې حقایق بیان کړي وای زموږ په سترګو کې یی خاورې وشيندلې او خپلې شخصي ګټې ورته ښې ښکاره شوې او د انګلستان څخه په رارسېدو يې سم هغه څه د رسنیو سره ونه ویل، چې باید ویلي يې وای.

ده بايد ويلي واى چې خپله لوبډله په دعاګانو کې یاد ساتئ او بل دا چې مینوالو خفه کیږئ مه، زه به ډیر ژر ښه شم او بیرته به په نړیوالو لوبو کې ستاسو تنده ماته کړم.

ده په خپله وینا کې رسنیو سره ومنله چی په انګلستان کې د نړیوال جام لوبو پر مهال ډاکټر په روغتون کې د ده له زنګانه څخه اوبه وویستلې او نورې يې ورواچولې او د ده د بشپړې روغتیا لپاره يې نور درمل هم ورکړل.

دا منو چې شهزاد ته به دا ډېره ګرانه وه چې له خپلو ملګرو جدا شي، اما یوازې د ځان خوشحالي يې باید په پام کې نه وه نیولې او د ۳۵ میليونه ځوریدلي او کړیدلي ولس خوشحالي يې نه وه هیره کړې.

افغانانو تل په احساساتو سره خپله پرېکړه کړې، نن یې مه کوئ ستاسو افغان ملي اتلان نن په هغه مرحله کې دي چې له نن څخه لس کاله وړاندې یې موږ خوب هم نه و لیدلی، نو باید په یو افغاني او ملي غږ خپل د کريکټ ملي اتلان د بریا په لور بدرګه کړو.

بیا هم بیرته راګرځو د شهزاد محمدي ناروغۍ ته، هغه دې مرحله کې نه و چې پاتې لوبې دې وکړي، د هغه ناروغي وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده او که داسې نه وه نو ولې دی په تمریناتي لوبه کې تر پایه ونه لوبیده او د ډاکټر سره یو ځای له لوبغالي ووت او لوبه يې په نیمايي کې پرېښوده، هلته خو ده باندې د هیچا فشار هم نه و پروت، چې ته لوبه په نیمه کې پرېږده خو ده خپله په سکرین خلکو ته ثابته کړه چې ناروغ دی او لوبه نشي کولی او دا رسمي تمریناتي لوبې د کريکټ نړیوالې شورا له لوري هرې لوبډلې ته د همدې لپاره تنظیم شوې وې، چې هره لوبډله خپل ځان چمتو کړي او د فاینل سکواډ جوړول ورته په رسمي لوبو کې اسانه شي.

موږ خو به شهزاد ته دا دعا وکړو چې اوس دې الله ورته روغتیا نصیب کړي، دا چې دی د افغان کرکټ بورډ سره رسمي لوبغاړی دی او د قرارداد له مخې يې قانون سره ټکر وکړ، پرېکړه زموږ او ستاسو په لاس کې نه ده، بلکې د قانون کار دى او د کرکټ بورډ پرېکړه ده چې هغوى ورته د دې سرغړونو په بدل کې څه سزا ورکوي.

لیکوال : کامل خان