fbpx

سلمان او کترينه په (ټايګر ٣) کې بيا يو ځاى شو

د هندي فلمونو بريالۍ جوړه سلمان خان او کترينه کېف په ګډه په ډېرو فلمونو کې کار کړى دى او ډېرى فلمونه يې بريالي شوي دي، اوس دواړه يو ځل بيا د خپل بريالي فلمونو (ايک تها ټايګر) او (ټايګر زنده هى) په دريمه برخه کې يو ځاى شو.

د دواړو نوموتو هندي فلمي ستورو نوى فلم (بهارت) چې د اختر په ورځ په سينماګانو نندارې ته وړاندې شوى و، هم يو بريالى فلم و او خلکو ډېر خوښ کړ.

د دغه فلم لارښود يا ډايريکټر علي عباس ظفر و او اوس نوموړي د خپل بريالي فلم سيريز (ايک تها ټايګر) د دريم فلم جوړولو اعلان هم وکړ.

علي عباس ظفر له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې ده د فلم کيسه ليکلې ده او په دغه کيسه باندې د فلم سکرپټ هم پاى ته رسېدلى دى، خو هغه دا هم وويل چې د دغه فلم د ثبت پيل به په ٢٠٢٠ کال کې کوي.

نوموړي رسنيو سره په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د دغه فلم په اړه يې د فلم د مرکزي ستورو سلمان خان او کترينه کېف او د فلم پروډيوسر اديتيه چوپړه سره هم خبرې کړې دې.

د يادونې وړ ده چې (ايک تها ټايګر) فلم په ٢٠١٢ کال کې نندارې ته وړاندې شوى، په دغه فلم کې سلمان خان د هندي استخباراتو او کترينه کېف د پاکستان د استخباراتو د جاسوسانو رولونه ترسره کړي و.

د دغه فلم دويمه برخه يا دويم فلم بيا د (ټايګر زنده هى) په نوم په ٢٠١٧ کال کې نندارې ته وړاندې شو او دغه فلم يو ځل بيا بريالى وخوت چې ډېرې پېسې يې وګټلې.

اوس دواړه ستوري د دغه سيريز په بل فلم کې يو ځاى شوي دي چې ډېر ژر به د دغه فلم په ثبت باندې کار پيل شي. اوس مهال سلمان خان د خپل راروان فلم (دبنګ ٣) په ثبت باندې مصروفه دى او کترينه کېف بيا د (سوريا ونشي) په نوم د يوه فلم په ثبت کې لګيا ده.

خو د يادونې وړ دا هم ده چې لا د فلم د نوم په اړه پوره معلومات نه دي ورکړل شوي چې ايا د دغه راروان فلم نوم به (ټايګر ٣) وي او که نه بل کوم نوم به ورته غوره کوي.

Loading...