fbpx

اسټراليا پاکستانۍ  لوبډله يو ځل بيا ماته کړه

د ۲۰۱۵ کال نړیوال پنځوس اوریز جام اتلې لوبډلې اسټرالیا او پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ترمنځ د نړیوال جام په اوولسمه لوبه کې چې د انګلستان په ټاينټون لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان په ۴۱ منډو توپیر ستره ماتې وخوړه.

اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپوهنې په کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۹ اورونو کې ۳۰۷ منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۳۰۸ منډې هدف وټاکه.

د اسټرالیا لخوا په توپوهنه کې د پیل توپوهونکو ارون پینچ او ډيویډ وارنر ترمنځ په زړه پورې د ۱۴۶ منډو ملګرتیا وشوه او وروسته ارون پينچ په (۸۲) او ډيویډ وارنر په (۱۰۷) منډو وسوځېدل.

د پاکستان لخوا په توپ اچونه کې محمد عامر پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان لوبډلې د هدف په تعقیب د سر لوبغاړی فخر زمان په صفر له لاسه ورکړ، د هغه وروسته پاکستاني توپ وهونکو هڅه کوله چې په چټکې لوبې سره اسټرالیايي لوبډله تر فشار لاندې راولي، خو اسټرالیايي توپ اچوونکي د پاکستاني توپوهونکو په وړاندې څو چنده هوښیار و او په مهم وخت کې به یې پاکستاني توپ وهونکي له مخې پورته کول.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۶م اور کې په ۲۶۶ منډو وسوځیده او په ۴۱ منډو یې لوبه بایلوده.

د یادولو وړ ده چې ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۱۹ کال تر دې وخته پورې دا د پاکستان نهمه پرلپسې ماتې وه چې له اسټراليا سره په لوبو کې يې خوري.

د پاکستان لخوا په توپ وهنه کې یوازینی توپ وهونکی امام الحق و چې په نیمه سلیزې توانیدلی ى، بل هیڅ پاکستاني لوبغاړي خپلې منډې تر ۴۶ زياته نه کړې.

د اسټرالیا لخوا په توپ اچونه کې پاټ کومینز درې، سټارک او ریچرډسن دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

اوسمهال د ٢٠١٩ نړيوال جام د نومرو په کتار کې د اسټراليا لوبډله دويم او د پاکستان لوبډله اتم مقام ته لاړه.

د يادونې وړ ده چې په نړيوال جام کې د افغانستان راروانه لوبه د سويلي افريقې سره ده چې د شنبې په ورځ د افغانستان په وخت مازيګر پنځه بجې به په کارډيف لوبغالي کې ترسره کېږي.

راپور : عزیزالله عزیزي