fbpx

افغانستان کې د کم عمره نجونو ودول نه دي درول شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په روان لمریز کال کې د کم عمره نجونو د ودولو کچه کمه شوې، خو زیاتوي چې لا هم په لرو پرتو او ناامنه سیمو کې نجونې د دغه دود قرباني کیږي.

دغه کمیسیون تیرکال د کم عمره نجونو د ودولو ۱۵۸ پیښې ثبت کړې وې، خو وایي سږ کال دغه شمیر ۱۰۷ ته را کم شوی دی.

دا په هرات کې د کم عمره ودونو یوه قرباني ده چې په نشو د روږدي مېړه کور یې پرېښی او اوس د کابل په یوه امن خونه کې اوسیږي. دا چې خپل نوم نه ښيي وایی، لس کلنه وه چې په زوره یې له یوه کس سره نکاح وشوه:

د افغانستان د مدني قانون د ۷۱ مادې له مخې نجونو ته د واده کم تر کمه عمر ۱۶ او هلکانو ته اتلس یاد شوی دی، خو په هېواد کې اوس هم داسې سیمې شته چې ټاکل شوې عمر ته له رسیدو مخکې نجونې واده کولو ته اړباسي.

له دې سره – سره بیا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د روان  لمریز کال شمیرې هیله بښونکې بولي.

د دغه کمیسیون د چارواکو په خبره چي، په ښارونو کې دغه دود کم شوی، خو نوموړې د لرو پرتو او ناامنه سیمو وضعیت لا هم د اندیښنې وړ بولي:

” شمېرې ښيي چې د کم عمره ودونو د قربانیانو راتګ کم شوی دی، په ۱۳۹۵ کې  د اجباري ودونو ۱۵۸ پیښې ثبت شوي، سږ کال ۱۰۷ داسې پیښې له ثبت شوي چې کورنۍ په زوره کم عمره نجونې نکاح ته اړ کړي دي، دا ښيي چې ۱۳۹۶ لمریز کال کې دغه پيښې پنځوس تر پنځه پنځوسو پورې کمې شوي دي.”

یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق په یوه نوي راپور کې ویلي چې په تیره یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې د کم عمره نجونو د ودونو په پیښو کې پنځلس سلنه کموالی راغلی دی.

میرویس جلالزی