fbpx

په شانګهای کې به د افغانستان د سولې او اقتصاد په اړه خبرې وشي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ ـ ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون په مقصد د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته روان شو.

ارګ وايي، ولسمشر غني به د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د وینا ترڅنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هیوادونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري.

د ارګ ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې ولسمشر به د شانګهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان په سولې او اقتصاد خبرې وکړي.

د شانګهای سازمان اتلسمه سرمشریزه دوه ورځنۍ غونډه نن پنچشنبه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک پیلیږي.

د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو لخوا له امریکا او ناټو سره په سیمه کې د سیالۍ د برابرولو په مقصد جوړ شو چې د اصلي غړو ترڅنګ په ۲۰۰۴ کې منګولیا، په ۲۰۰۵ کال کې ایران، پاکستان، هند، په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان او په ۲۰۱۳ کال کې بلا روس د دې سازمان څارونکي غړي شول، خو په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان او هند ته د دې سازمان د شرایطو په پوره کولو سره پوره غړیتوب ورکړل شو.

دا سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو لپاره زمینه برابروي او مهم غړی يې روسیه او چین بلل کېږي.