fbpx

د علماو سرتاسري شورا له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا رئیس او غړو له ولسمشر سره په لیدنه کې له نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی. په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، د علماو په استازیتوب مولوي محمد نور پادشاه صاحبزاده ویل، په هېواد کې روانه جګړه داخلي او بهرني ابعاد لري او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د ایجاد په برخه کې د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

مولوي صاحبزاده وویل، د افغانستان د علماو سرتاسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کوي او د دې ځواکونو قرباني ستایي.

ورپسې شیخ عبدالله افضلي خبرې وکړې او وې ویل، دا اړتیا ایجابېږي چې د افغانستان حکومت او خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه قاطع، قوي او هراړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د دې ویجاړونکي جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پای ته ورسوو.

افضلي د علماو د امنیت د ټینګښت، د کورنیو تولیداتو او د هېواد د کروندګرو د محصولاتو د ملاتړ او د فراه ولایت د کروندګرو د محصولاتو د نه خرڅلاو ستونزې د حل غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې کورني تولیدات او محصولات مصرف کړي.

ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني علماو دریځ وستایه او وې ویل، موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی.

ولسمشر زیاته کړه، د روان ناورین مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحقه غږونه نه مني او جنګ ته دوام ورکوي.