fbpx

ولې د افغانستان هندواڼې بې قدره شوې؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ – سږ کال د افغانستان په کرهنیز ولایت فراه کې هندواڼې من په ۷ افغانۍ شوي دي چې په فراه کې د هندواڼو ارزښت په دا څو ورځو کې بېخې په بد حالت کې قرار لري.

په تازه مېوو کې هندواڼه هغه مېوه ده چې په زیاته اندازه د افغانانو په کورونو کې ترې استفاده کېږي خو سږ کال یې اززښت دومره کم شوی دی چې له ډېرې ارزانۍ یې خلک کورونو ته هم نه راوړي.

د فراه ولایت اوسېدونکو پر وینا سږ کال په دې ولایت کې په ټېلرو ټېلرو هندواڼې د ګرمۍ او لمر خوراک شوې دي چې له دغې بدې پېښې سره مخ بزګران یې سخت خواشیني کړي دي.

په فراه کې نن سبا اووه کیلو ګرامه یا په ساده اصطلاح یو من هندواڼه په اووه افغانۍ پلورل کېږي ویل کېږي د سره لمر او د ګرمۍ له امله په زرګونه مڼه هندواڼې له منځه تللي دي. د دې سیمي خلک وایې د څړو خونو د نه شتون له امله پلورونکی او کروندګر حتا هندواڼې من په یوې افغانۍ هم خرڅې کړي دي.

یو تن بزګر خبریال ډاټ کام ته وویل : په ټول کال کې یې د اوړې په موسم کې د ګټې وخت وي، خو سږ کال له تمې خلاف دوه چنده تاوانونه کړي دي د ده پر وینا خرڅول یې دومره ارزښت هم نلري چې د ساتنې پیسې پوره کړي.

بزګران وایې په دې ولایت کې یې په جریبونو جریبونو هندواڼې کرلي خو څومره یې چې تمه کېدله سږ کال یې په هغه اندازه هندواڼې ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته نه دي صادر کړي چې د هندواڼو له ډیریښت له کبله د دې هندواڼو ارزښت په دوه پیسو شوی دی.

بزګران په ډېرې خواشینۍ سره وایې چې پوره یو کال یې دې موسم ته انتظار کړی دی د کورنیو لسګونه ښځینه او نارینه وو غړو یې د هندواڼو په ساتنه کې ښه رول لوبولی دی خو نن د همدغې کورنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.

بزګرانو شکایت وکړ چې افغانستان ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه پرېمانه هندواڼې راځي چې د افغانستان د خپلو حاصلاتو مخه یې نیولې ده دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په ټولو پولو کې دې د پاکستان هندواڼې بندې کړي.

بزګران وایې تر اوسه پورې یې افغان حکومت غږ نه دی اورېدلی دوی وایې چې حکومت دې ژر تر ژره دې د دې حاصلاتو غم وخوری او نورو مهمو ولایتونو ته دې انتقال کړي.

د سرچینو پر وینا سږ کال د هندواڼو د موسم د پیلیدو سره سم له پاکستانه په ټېلرو ټېلرو هندواڼې افغانستان ته راروانې دي خو لا یې هم حکومت مخه نه ده نیولې.

کروند ګر وایې د کال خواریو کې ورته د درملو او نورو مصارفو پیسې هم نه پاتې کيږي او سږ کال سخت زړه تورې کړي دی دی وایې د څړو خونو نشتون سخت پښیمانه کړي دي.

د سږ کال تاوانونو له امله دا ویره هم شته چې راتلونکی کال به هېڅ کروندګر د مېوې کښت ته زړه ښه نه کړي او بدیل به یې بالاخره هماغه کوکنار وي.