fbpx

ولسمشر غني قرغیزستان ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون او وینا په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته ورسېد.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې چې په مناس ۲ نړیوال هوایي ډګر کې د ولسمشر محمد اشرف غني ښه راغلاست ته د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال ترڅنګ، هلته افغان سفیر محمد عیسی مصباح هم راغلي وو.

ټاکل شوې د شانګهای د غړو هيوادونو د سازمان غونډه به نن پنجشنبه د قرغیزستان په پلازمينې بېشکيک ښار کې پيل شي او دوه ورځې به دوام وکړي.

د شانګهای همکاريو سازمان د غړو هيوادونو په ناسته کې به د افغانستان په اقتصادي ودې او د سولې په تړاو هم خبرې وشي.

قرغیزستان، تاجکستان، هندوستان، چين او روسيه د شانګهای همکاری سازمان غړي هیوادونه دي خو افغانستان ایران، بلاروس او منګوليا هيوادونه د ياد سازمان ناظرین هيوادنه شميرل کيږي.

تیر ځل هم د شانګهای همکاريو غړيو هیوادونو سازمان ناسته د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې ترسره شوي وه.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې فعالیت پیل کړی او اوس مهال یې د غړو شمیر اتو ته رسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د شانګهای د سازمان د غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیک دغه سازمان ته سپارلی، خو تراوسه پرې بحث نه دی شوی.

بلخوا پاکستان او هندوستان په ۲۰۱۷ کال کې د شانګهای د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.