fbpx

ملي امنیت: په کونړ کې د لشکر طیبه ۳ مهم غړي وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ – ملي امنیت وایې افغان ځواکونو په کونړ کې د لشکر طیبه ډلې د یو قومندان په ګډون درې نور غړي وژلی دي.

د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي سرتېریو د دې ولایت په اسمار ولسوالي کې د ” خوشحال تله ” په نوم د لشکر طیبه ډلې یو مهم سټراټېژيک مرکز هم له منځه وړی دی.

په کونړ کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو هم دا پېښه تایید کړې او ویلي دي چې په دې پېښه کې د دې ډلې یو مهم قومندان د مجید په نوم له دریو نورو ملګرو سره وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سیلاب قول اردو په یو بیان کې ویلي د دې ډلې وژل شوي درې تنه ټول غړي بهرنیان دي خو لاهم معلومه نه ده چې د کوم هېواد پورې اړه لري خو یو شمېر سرتیري وایې ممکن د پاکستان پورې تړاو ولري.

لشکر طیبه وسله واله ډله اصلي ریښې په پاکستان کې لري دا ډله په افغانستان کې تر دې مهاله شل وسله وال مرکزونه لري دوی په پاکستان کې خوندي دي او له هغې ځایه یې نور مشران په افغانستان کې د بریدونو طرحې جوړوي او دوی یې عملي کوی.

دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي و د وسله والو مخالفونو ترڅنک به د هغوی هغه مرکزونه په نښه کوي چې په ځینو سیمو کې په پټه فعالیتونه کوي.

د دفاع وزارت پر وینا د ترهګرو ډلو پر روزنیزو او نظامي مرکزونو بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو عمده هدف دی.

Loading...