fbpx

طالبانو په فراه کې قاتل دیني عالم اعدام کړی

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ جون ۲۰۱۹ – د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې هغه دیني عالم چې څو ورځې وړاندې د دریو کورنیو ۱۱ غړي یې په ډزو وژلي و نن طالبانو په عام محضر کې اعدام کړی دی.

څو ورځې وړاندې محمد علي په نوم دې دیني عالم وروسته له هغه د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې وکړې کله چې نوموړی د کورنیو له غړو سره په تاوتریخوالي اخته شو چې په وژل شوی کې د دیني عالم مېرمن او زامن هم شامل وو.

دغه پېښه په لومړیو کې له رسنیو پټه ساتل شوې وه خو وروسته راښکاره شوه ویل کېږي لومړی ملا امام د خپلې کورنۍ شپږ غړي له خپلمنځي تاوتریخوالې له امله په ډزو وژلي و او کله چې ګاونډیان د ژغورلو لپاره ورغلي پر هغوی یې هم ناڅاپي ډزې کړې وې.

دا پېښه د طالبانو د کنټرول په سیمه کې رامنځته شوې وه چې د پېښې وروسته دا ملا امام وسله والو طالبانو له ځان سره بیولی و د سرچینو پر وینا د څو ورځو د ساتلو وروسته یې نن په عام محضر کې اعدام کړی دی.

ملا محمد علي لومړی د طالبانو ځایې محکمې ته وړاندې شوی و چې وروسته پرې د اعدام حکم وشو او د حکم سره سم یې نن د ډیرو خلکو په مخ کې په دار ځړولی دی.

وسله وال طالبان وایې د دوی په کنټرول سیمو کې هیڅ څوک هم ظلم نه شي کولی او هر شخص ته به د جرم د ثابتېدلو سره سم وسله وال طالبان سزا ورکوي.

حکومت هم د یادې پېښې پښلی کړی وو چارواکو ویلي وو یاد ملا مام د وسله والو طالبانو په لاس کې وو.

Loading...