fbpx

دا ځل به موږ نه مرو

د هندي فلمونو نوموتي ستوري رنوير سنګ او دپيکا پاډوکون په څلورم ځل په يوه فلم کې ګډ کار کوي، خو د رنوير سنګ لپاره د خوشحالۍ خبره دا نه ده، بلکې هغه په بله يوه خبره ډېر خوشحاله دى.

دپيکا پاډوکون د خپل خاوند راروان فلم (٨٣) چې راروان کال کې به نندارې ته وړاندې کېږي، برخه شوه. دا فلم د نوموتي هندي کرکټ لوبغاړي کپل ديو په ژوند جوړېږي او په دې فلم کې به دپيکا پاډوکون د کپل دپيو د مېرمنې رومي باټيا رول ترسره کوي.

دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ دواړو د دې فلم په اړه په خپلو ټولنيزو رسنيو انځورونه هم خپاره کړي دي.

دپيکا د خپل انسټاګرام په اکاونټ باندې د دغه فلم د لارښود يا ډايريکټر کبير خان او خپل خاوند رنوير سنګ سره اخيستل شوى يو انځور خپور کړى دى او له کبير خان څخه يې مننه هم کړې ده چې د دغه فلم برخه يې کړه.

په دغه انځور د دپيکا خاوند او د فلم مرکزي ستوري رنوير سنګ په زړه پورې تبصره کړې ده. هغه ليکلي دي، چې: ((او دا ځل به په اخر کې موږ ه مرو)) او په دې يې خوشحالي کړې ده.

د يادونې وړ ده چې رنوير سنګ او دپيکا پاډوکون درې فلمونه په ګډه جوړ کړي دي، چې په هغې کې رام ليلا، باجي راو مستاني او پدماوت شامل دي.

د دواړو لومړى ګډ فلم (رام ليلا) په ٢٠١٣ کې نندارې ته وړاندې شو، چې دواړو پکې د بېلا بېلو قومونو د ځوان نسل رول ترسره کړى و، چې د يو بل سره مينه کوي او د فلم په پاى کې دواړه ځانونه وژني.

په ٢٠١٥ کې بيا دواړو په (باجي راو مستاني) فلم کې کار وکړ، چې د فلم په وروستۍ برخه کې دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ مړه شي.

همدا راز تېر کال بيا دواړو په ګډه په (پدماوت) فلم کې کار وکړ چې په دغه فلم کې دپيکا پاډوکون د راني پدماوتي او رنوير سنګ بيا د علاوالدين خلجي رول ترسره کړ، خو په دغه فلم کې راني پدماوتي له علاوالدين خلجي نه د ځان ساتلو لپاره ځانوژنه کوي.

خوندوره خبره دا هم ده چې په ٢٠١٤ کې د دپيکا پاډوکون يو فلم د (فاينډنګ فيني) په نوم نندارې ته وړاندې شوى چې په دغه فلم کې هم رنوير سنګ د دپيکا پاډوکون د خاوند رول ترسره کړى و، خو د هغه کردار ډېر وړوکى و، ځکه چې يوازې دومره پکې ښودل شوي و چې د دپيکا پاډوکون خاوند د واده په ورځ مړ شوى دى.

خو اوس دواړه په يوه داسې فلم کې راروان دي چې د دواړو رولونه پکې مثبت دي او د فلم په پاى کې به دواړه ژوندي وي او هېڅ يو به پکې نه مري.